د خېبرپښتونخوا صوبې د سېلګرۍ سيمه سوات کې د پوځ او وسله والو ترمنځ يوه نښته کې درې تُندلاري وژل شوي دي .
د راپورونو ترمخه دغه پېښه تېره شپه ناوخته د مالم جبې سره نزدې د منګلور خوړ پټي تيليګرام په علاقه کې رامنځته شوې ده . امنيتي ځواکونو د ډوغلګي، سرپټي تيليګرام په علاقه کې د وسله والو په ضد عمليات کول او وسله والو پرې ډزې کړي دي .
امنيتي سرچينو ويلي د پوځ په ځوابي ډزو کې درې وسله وال وژل شوي او يو پوځي سرتېری ژوبل شوی دی .
ځينې راپورونه وايي په نښته کې يو لاروی کس هم ژوبل شوی او يو عسکر وژل شوی دی ، ولې چارواکو دغه خبرونه نه دي تائيد کړي .
د پښې وروستو هم په علاقه کې د لټون عمليات روان ؤ او د تُندلارو مړي امنيتي ځواکونو ځان سره وړلي دي .
د نښتې په اړه امنيتي ځواکونو رسنيو ته ډېر تفصيل نه دی ويلی .
سوات کې په وروستيو کې د پوځ او وسله والو ترمنځ څو ځله نښتې رامنځته شوي دي . د دې ترڅنګ وخت په وخت په سوات کې د امن لښکر په غړو وژونکې حملې هم کيږي .