لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې نرښځيانو سره د واده فتوه جاري شوې


داسې نرښځی چې په جسماني توګه پکې د سړو علامات موجود وي د هغه نکاح د داسې نرښځي سره جائز دی چې په هغه کې د ښځې علامات ښکاره وي ،
داسې نرښځی چې په جسماني توګه پکې د سړو علامات موجود وي د هغه نکاح د داسې نرښځي سره جائز دی چې په هغه کې د ښځې علامات ښکاره وي ،

پاکستان کې د (تنظيم اتحاد امت پاکستان) په نوم يو مذهبي تنظيم سره اړونده د ۵۰ نه زياتو مفتيانو فتوه جاري کړې چې د نرښځيانو نکاح په شرعي ډول جائز دی .

د تنظيم اتحاد امت پاکستان د مشر محمدضياالحق نقشبندي په خواست د ۵۰ نه زياتو مفتيانو د بورډ نه تائيد شوې فتوه مفتي محمدعمران حنفي قادري جاري کړې ده .

د فتوې ترمخه " داسې نرښځی چې په جسماني توګه پکې د سړو علامات موجود وي د هغه نکاح د داسې نرښځي سره جائز دی چې په هغه کې د ښځې علامات ښکاره وي ، او د دغه ډول نرښځيانو سره عام سړي او ښځې هم نکاح کولی شي ، او داسې نرښځيان چې پکې د سړو او ښځو دواړو علامتونه موجود وي دوې ته په شريعت کې خنثی ويل کيږي او د داسې نرښځي سره نکاح جائز نه دی " .

مفتيانو دا هم ويلي چې نرښځيان په شرعي ډول په جائيداد کې حصه دار دي او چې کوم مور او پلار دوې په زوره د کوره اوباسي دوې د الله په وړاندې د سخت عذاب حقدار دي او حکومت بايد د دوې په ضد ګام پورته کړي .

فتوه کې ويل شوي چې په نرښځيانو پورې ملنډې وهل او هغوې ته سپک کتل هم په شرعي توګه حرام دي ځکه چې د دوې سره داسې سلوک د خدايې تعالی په تخليق باندې نيوکه دی او دا په شرعي ډول ناجائزه ده .

مفتيانو ويلي د نرښځيانو جنازه دې هم د مسلمانانو سړو او ښځو په رنګ ادا کړی شي او خاورو ته دې وسپارلی شي .

دغه رنګ په نرښځيانو هم غږ شوی چې څنګه عامو مسلمانانو سړو او ښځو ته د بدو کارونو نه منع شوې دغه رنګ دې دوې هم ځان د بدو عملونو نه وساتي او شرعي احکام د دوې دپاره هم دي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG