لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

 کراچۍ کې به د امن پرځاې کېدو پورې عمليات دوام لري، جنرال راحيل


د پوځ مشر ويلي رېنجرو سره به د عملياتو د کاميابۍ په لړ کې هرقسمه مرستې کولی شي .
د پوځ مشر ويلي رېنجرو سره به د عملياتو د کاميابۍ په لړ کې هرقسمه مرستې کولی شي .

د پاکستان د پوځ سرلښکر جنرال راحيل شريف ويلي په کراچۍ کې به د امن پرځاې کېدو پورې عمليات دوام لري ، او ويلي يي دي چې ترهګرو، د دوې ملاتړ کوؤنکو او مالي مرستو کوؤنکو ته پام ګرځول شوی دی .

د پوځ سرلښکر جنرال راحيل شريف د اتوار په ورځ د کراچۍسفر کړی او په دغه مهال ورته د رېنجر ځواکونو مشر په ښار کې د روانو عملياتو احوال تېر کړی دی .

د اتوار په ورځ د کورنو چارو مرکزي وزير چوهدري نثار علي خان هم د کراچۍ سفر کړی اوپه ښار کې د امنيت په اړه يې د صوبې د چارواکو سره ليدلي دي .

د پوځ د مطبوعاتي څانګې ائي اېس پي ار ويلي د پوځ مشر د رېنجرو مرکزي دفتر ته ورغلی او هلته ورته ډي رېنجر په ښار کې د امنيت او عملياتو احوال وړاندې کړی دی .

د پوځ سرلښکر په کراچۍ کې د امنيت پرځاې کولو کې د رېنجرو د عملياتو او قربانو ستاينه کړې او ويلي يي دي د ترهګرو او وران کارو په ضد عملياتو په ترڅ کې په کراچۍ کې د رېنجرو عزت سېوا کړی دی .

جنرال راحيل شريف ويلي د کراچۍ په روانو عملياتو کې ترهګر، د هغوې ملاتړيان او مالي مرستې کوؤنکي په پام کې ساتل کيږي او په ښار کې به د امن د اهدافو ترلاسه کولو پورې عمليات دوام لري .

د پوځ مشر ويلي رېنجرو سره به د عملياتو د کاميابۍ په لړ کې هرقسمه مرستې کولی شي .

په ښار کې په ورستيو کې رامنځته پېښو ته په اشارې سره نوموړي هدايات ورکړي چې په دغو پېښو کې ککړ عناصر دې د قانون منګولو ته راوستی شي .

په کراچۍ کې څلور ورځې وړاندې ياد قوالي ويونکی امجد صابري نامعلومو وسله والو په ډزو وژلی ؤ . د تحريک طالبان پاکستان (حکيم الله محسود) ډلې د دغه پېښې زمه واري قبوله کړې وه .

او د تېر ګل په ورځ د سنده هائيکورټ د مشر قاضی زوی نامعلومو کسانو تښتولی ؤ .

د کورنو چارو مرکزي وزير چوهدري نثارعلي خان هم په کراچۍ کې د روانو عملياتو او د وروستيو رامنځته شوؤ پېښو په اړه د ګورنر عشرت العباد خان سره ليدلي دي .

چوهدري نثار د هائيکورټ مشر قاضي سره هم ليدلي او هغه ته يې باور ورکړی چې د زوی د راخلاصولو دپاره به يې هر ممکن ګام پورته کولی شي .

د سندهـ صوبايي چارواکو له وړاندې نه د هائيکورټ د مشر قاضي د زوی او د قوالي ويونکي په وژنه کې د ککړو عناصرو په معلومولو انعامونه مقرر کړي دي .

بل لور ته د تېرې اونۍ راهسې رېنجرو په ښار کې عمليات تُند کړي او د څو مشکوک کسانو د نيولو ادعاوې يې کړي دي .

په کراچۍ کې د کال ۲۰۱۳م د ستمبر د مياشتې راهسې د رېنجرو په مشرۍ د ترهګرو، وران کارو شرخوښو په ضد عمليات دوام لري . که څه هم په ښار کې د عملياتو سره د امنيت وضع ښه شوې ولې بيا هم وخت په وخت د بدامنۍ پېښې رامنځته کيږي .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG