لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شام: د روس او شامي الوتکو په بمبار کې ۴۵ کسان وژل شوي


د څارنې ډلې ويلي ، په دې بريدونو کې د صوبه دير الزور قريحه علاقه په هدف شوې ده
د څارنې ډلې ويلي ، په دې بريدونو کې د صوبه دير الزور قريحه علاقه په هدف شوې ده

برطانيه کې د شام د بشري حقونو د څارنې تنظيم (سيريئن ابزرويټري فار هيومن رائټس ) ويلي د روس او شام حکومتي جنګي الوتکو د خالي په ورځ ختيځ شام کې بمباري کړې د ماشومانو په ګډون يې ۴۵ کسان وژلي دي .

د څارنې ډلې ويلي ، په دې بريدونو کې د صوبه دير الزور قريحه علاقه په هدف شوې ده د کومې پولې چې د عراق سره لګي او د دې سيمې زياته برخه د تُندلارې ډلې داعش د ولقې لاندې ده .

بل لور ته د کُرد او عرب ځواکونو د اتحاد په ملاتړ د شام ډيموکريټک ځواکونو (اېس ډي اېف) د منيجي په علاقه کې د داعش سره نښته شوې ده . منيجي د تُندروه ډلې قوي مرکز ګڼل کيږي .

اېس ډي اېف تُندلاري د سيمې جنوبي سيمې پله تمبولي دي او دغه سيمې نه بهر يې غنم پېداکوؤنکې علاقه د دوې ولقې نه خلاصه کړې ده .

منيجي تراوسه پورې داعش د تلو راتلو په توګه کاروله ، او د دې لارې به تُندلاري د شام شمالي علاقو ته تلل .

د فعالينو په وينا که چرته دغه سيمه د وسله والو د لاسه ووځي دا به د تُندلارې ډله دپاره غټه ضربه وي .

شمالي شام کې په سلګونو کُردان د ډزو ښکار شوي او يو شمېر کې پکې مړه او ژوبل شوي دي دا په داسې مهال چې کله دوې په جګړه کې د ښکېل ډلو د ډزو څخه د تښتېدلو هڅه کوله .

د سيمې نه هغه وخت د خلکو وتلو سلسله پېل شوه چې تېر درې اونۍ وړاندې داعش په حلب صوبه کې نزدې ۹۰۰ کُردان تښتولي وو .

نور خلک هم د منيجي نه په تېښته دي دغه سيمه اېس ډي اېف په ګېرا کې اخستې و او د امريکا په مشرۍ د اتحاد ملاتړ ورسره دی .

د کال ۲۰۱۵م د ستمبر د مياشتې راهسې د صدر بشارالاسد په ملاتړ روسي جنګي الوتکې عمليات کوي .

په مارچ ۲۰۱۱م کې چې کله د شام شخړه پېل شوه د هغې نه تراوسه پورې ۲۸۰۰۰۰ کسان پکې وژل شوي او د هغې وخت دا حالات د څو ملکونو په جنګ بدل شوي او نړيوال قوتونه پکې يو بل ته مخامخ دي .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG