لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د هند د ولقې لاندې کشمير کې اته پوليس په بريد کې وژل شوي


کشمير کې د لسيزو راهسې ياغي ډلې د هند نه د کشمير ازادولو دپاره جنګيږي او زياتره په حکومتي چارواکو بريدونه کوي .
کشمير کې د لسيزو راهسې ياغي ډلې د هند نه د کشمير ازادولو دپاره جنګيږي او زياتره په حکومتي چارواکو بريدونه کوي .

د هندد انتظام لاندې کشمير کې د ياغيانو په بريد کې اته پوليس وژل شوي دي . د خالي په ماښام دغه بريد د سنټرل ريزرو پوليس فورس (سي ار پي اېف) په کاروان باندی د پامپورې په علاقه کې شوی او شل سرتيري پکې ژوبل شوي دي . پامپورې د پلازمينې سرينګر نه ۱۵ کلوميټره لرې سېمه ده .

حمله کوؤنکي دواړه کسان وژل شوي او ژوبل پوليس روغتون ته وړل شوي دي .

د سي ار پي اېف انسپکټر جنرل نېلين پربات ويلي چې کوم بريد کوؤنکي وژل شوي او مړي يې ترلاسه شوي دا پاکستانيان دي او د لشکر(طيبه) ډلې سره يې تعلق دی دا دواړه خودکش وواو د دوې نه دوه ای کی ۴۷ ټوپکې ترلاسه شوي دي .

د هند وزيراعظم نريندرا مودي په يټر ليکلې پېغام کې ويلي " زه د سي ار پي اېف دغو سرتيرو ته چې په جمو اېنډ کشمير کې يې وژل شوي حوصلې ته يې سلام کوم دوې د قوم دپاره د سر قرباني ورکړې ده، زما خواخوږي نن د وژل شوؤ سرتېرو د کورنوسره ده او د ژوبلو د زر صحت مند کېدو دپاره لاس په دعا يم" .

کشمير کې د لسيزو راهسې ياغي ډلې د هند نه د کشمير ازادولو دپاره جنګيږي او زياتره په حکومتي چارواکو بريدونه کوي .

د جمو اېنډ کشمير اعلي وزيرې محبوبه مفتي د دغه بريد غندنه کړې ده .

هغه ويلي " دغه ډول خونړي بريدونو په سيمه کې يواځې د خلکو ستونزې سېوا کولی شي " .

د هند داخله مرستيال وزير کرن رجيجو په دغه بريد سخته اندېښنه څرګنده کړې ده .

هغه ويلي " د سي ار پي اېف د سرتېرو د وژنې د پلټنو دپاره به چارواکي سرينګر ته ځي ځکه چې دوې په دغه پېښه سختې اندېښنې لري او دغلته يو شمېر سرتيري وژل شوي دي " .

هند په پاکستان تورونه لګوي چې د هند نه د کشيمر ازادولو دپاره وسله وال تربيه کوي چې پاکستان کې يې شامل کړي . او اسلام اباد دغه تورونه ردوي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG