لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امريکايي پوځ افغانسان کې دطالبانو په ضد فضايي بريدونه پيل کړي


 چارواکي وايي دافغانستان په جنوبي برخه کې دطالبانو دځالو په ضد دغه بريدونه تيره اوونۍ پيل شوي دي.
چارواکي وايي دافغانستان په جنوبي برخه کې دطالبانو دځالو په ضد دغه بريدونه تيره اوونۍ پيل شوي دي.

امريکايي چارواکو ويلي دامريکا دولسمشر براک اوباما لخوا روانه مياشت کې افغانستان کې دامريکايي پوځيانو کردار کې دپراختيا راتلو دپريکړې څخه وروستو امريکايي پوځ افغانستان کې دطالبانو په ضد لمړي هوايي بريدونه پيل کړي دي.

چارواکي وايي دافغانستان په جنوبي برخه کې دطالبانو دځالو په ضد دغه بريدونه تيره اوونۍ پيل شوي دي.

دپينټاګون پريس سيکرټري پيټر کک پخلى کړى چې دغه بريدونه دنوو اختياراتو لاندې دافغانستان جنوبي برخه کې ترسره شوي دي، هغه ويلي هوايي بريدونو کې مطلوب هدفونه په نخښه کړل شوي هغه په دې اړه يې نور سپيناوى نه دى کړى.

په کابل کې دامريکايي پوځ وياند بريګيډير جنرل چارلس کليولينډ ويلي امريکايي ځواکونو دنوو اختياراتو لاندې په محدوده پيمانه هوايي بريدونه ترسره کړي خو دغه بريدونه څومره موثره وو په دې اړه څه ويل به دوخت څخه وړاندې وي.

روانه مياشت کې ولسمشر براک اوباما افغانستان کې دامريکايي پوځ کردار غځولى و او دافغان ځواکونو مرستې لپاره يې دطالبانو په ضد دنورو هوايي بريدونو اجازه ورکړې وه.

دکال ٢٠١٤م په پاې کې افغانستان څخه دټولو جنګي عسکرو دوتلو وروستو دغه هيواد کې دپاتې شوو خواوشا ١٢٠٠ زرو بهرنو عسکرو کردار دافغان پوځ تربيې او صلاح مشورې پورې محدود کړل شوى و.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG