لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

برطانويانو داروپايي اتحاديې څخه دوتلو په پلوۍ رايې ورکړي


 دزيارت به ورڅ ترسره شوی دې ريفرنډم کې داچول شوو رايوو کچه هم تاريخي ګرځولى شي چې پکې دماضي په پرتله په لويې شمير کې رايې اچونکو ګډون کړى.
دزيارت به ورڅ ترسره شوی دې ريفرنډم کې داچول شوو رايوو کچه هم تاريخي ګرځولى شي چې پکې دماضي په پرتله په لويې شمير کې رايې اچونکو ګډون کړى.

اروپايي اتحاديه کې دبرطانيې دپاتې کيدو يا وتلو لپاره دترسره شوي ريفرنډم پايلې ښايي ٥٢ سلنې رايې اچونکو اروپايي اتحاديې څخه دوتلو او ٤٨ سلنې رايې اچونکو دپاتې کيدو په پلوۍ رايې ورکړي دي.

دزيارت به ورڅ ترسره شوی دې ريفرنډم کې داچول شوو رايوو کچه هم تاريخي ګرځولى شي چې پکې دماضي په پرتله په لويې شمير کې رايې اچونکو ګډون کړى.

شمال ختيز انګلينډ، مډلينډز او ويلز کې زياترو رايې اچونکو اروپايي اتحاديې څخه دبيليدو په پلوۍ رايې ورکړي او دلندن ، سکاټ لينډ او قطبي ايرلينډ زياترو ووټرانو اروپايي اتحاديه کې دپاتې کيدو په پلوۍ رايې ورکړي دي

دريفرنډم دپايلو مخې ته دراتللو څخه وروستو د ونډو بازار کې دډالر په پرتله دپونډ ارزښت زيات رالويدلى دى.

دبرطانيې دټولټاکنو کميسيون يو بيان کې داچول شوو رايو کچه ٧٢،٢ ګرځولې.

دبيلتون دپلوي مهم مشر نايجل فراج دوړاندې څخه په دې ويلو دګټې اعلان کړى چې ٢٣م جون به برطانوي تايخ کې دازادۍ ورځ وي، هغه برطانوي وزيراعظم ډيوډ کيمرون څخه دمستتعفي کيدو غوښتنه کړې ده.

درايې اچولو عمل دسيمه ييز وخت ترمخه سحر اووه بجې پيل شوى او په مقرر وخت دشپې لس بجې پاې ته رسيدلى.

سويلي انګلينډ کې دسخت باران او سيلابي وضعيت له امله زيات خلک درايې اچولو مرکزونو ته په رسيدو کې دستونزو سره مخ شوي، دلندن دوه درايې اچونکو مرکزونه دسيلاب له امله بل مقام ته وړل شوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG