لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دترهه ګرۍ په ضد جګړې ته نړۍ پاکستان يواځې پريښى،جنرال باجوه


 هغه وويل " دجګړې په ساحه کې  يو عسکر  دترهه ګرو ترمينځ امتياز نه شي کولى او يا دا چې څوک دکومې ډلې سره اړيکې لري، دحقاني نيټ ورک،ترکستان اسلامي تحريک، القاعده او ټي ټي پي ټولو په ضد مونږ جنګيدلى يو"
 هغه وويل " دجګړې په ساحه کې  يو عسکر  دترهه ګرو ترمينځ امتياز نه شي کولى او يا دا چې څوک دکومې ډلې سره اړيکې لري، دحقاني نيټ ورک،ترکستان اسلامي تحريک، القاعده او ټي ټي پي ټولو په ضد مونږ جنګيدلى يو"

دپاکستان دپوځ وياندليفټننټ جنرال عاصم باجوه ويلي دترهه ګرۍ په ضد جګړې ته پاکستان يواځې پريښودل شوى دى.

دجرمني برلن ښار کې نشراتي ادارې ډويچى ويلى سره يوه مرکه کې سليم باجوه دا تاثر رد کړ چې ګنې شمالى وزيرستان کې روانو عملياتو کې تندروه ډله حقاني نيټ ورک نه دى په نخښه کړل شوى اووې ويل دغو عملياتو کې ترهه ګر پرته له امتياز څخه په نخښه کړل شوي دي.

تيرو وختونو کې افغان او امريکايي چارواکو تور لګولى چې پاکستان ضرب عضب عملياتو کې دحقاني نيټ ورک هاغه جنګيالي نه په نخښه کوي کوم چې دپولې پورې غاړې افغانستان کې په افغان او امريکايي بريدونو کې ککړ دي، خو پاکستان دغه تورونه ردوي.

هغه وويل " دجګړې په ساحه کې يو عسکر دترهه ګرو ترمينځ امتياز نه شي کولى او يا دا چې څوک دکومې ډلې سره اړيکې لري، دحقاني نيټ ورک،ترکستان اسلامي تحريک، القاعده او ټي ټي پي ټولو په ضد مونږ جنګيدلى يو"

دپاکستاني پوځ وياند دغه څرګندونې وروستو له هغې کړي چې په ځانګړې توګه دامريکا لخوا پاکستان څخه دحقاني نيټ ورک دجنګيالو په ضد دکلکو ګامونو اخستو غوښتنې زور نيولى دى.

پاکستان او افغانستان لپاره دامريکا ځانګړي استازي رچرډ اولسن تيره ورځ واشنګټن کې دخپلې يوې وينا په مهال ويلي ووپاکستان هيڅکله تر هغې نه شي خوندي کيدي ترڅو چې د افغان طالبانو اؤ حقاني شبکې په څير د ترهګرو تنظيمونو په ضد ګامونه وانه خلي.

جنرال باجوه دپاکستان په خاوره امريکايي ډرون بريد کې دافغان طالبانو دمشر ملا اختر منصور په وژل کيدو افسوس څرګند کړو او وې ويل دې سره افغان امن عمل ته زيان رسيدلى.

دهغه وينا وه چې ملا منصور دپاکستان خاورې ته ديو بل هيواد څخه وراوړيدلى و، دهغه دتعاقب شوى او وروستو پرې بريد شوى خو پاکستان ته په هغه دترسره شوي ډرون بريد په اړه دوړاندې څخه خبر نه و ورکړل شوى.

تيره مياشت بلوچستان کې دافغان طالبانو مشر ملا اختر منصور يو امريکايي ډرون بريد کې وژل شوى ، پاکستان په دغه بريد امريکا ته احتجاج کړى و او دا يې دخپلې خپلواکۍ څخه سرغړونه ګرځولې وه.

هغه دعوه وکړه چې دترهه ګرۍ په ضد څومره کار پاکستان کړى بل يو هيواد هم نه دى کړى خو په دغه جګړه کې پاکستان يواځې پريښودل شوى دى.

هغه وويل ددترهه ګرۍ په ضد جګړه کې دلويو قربانو ورکولو باوجود پاکستان څخه دنورو ګامونو اخستو غوښتنه امتيازي سلوک دى.

دهغه وينا وه دنړۍ له لوري دا پاکستان سره زياتى دى چې دپاکستان ملاتړ ونه کړل شو او په دريځ يې ځان پوهه نه کړى شو، دهغه وينا وه نړۍ کې امن لپاره پاکستان دترهه ګرۍ په ضد جګړه کې ډير څه کړي دي.

دپوځ وياند پاکستان کې دحکومت او پوځ ترمينځ دخلا رامينځته کيدو په اړه دعوه رد کړه او وې ويل پاکستان کې جمهويرت مضبوطيږي او پوځ يې هرممکن ملاتړ کوي، هغه وويل کله چې هم ضرورت وي نو دملي امنيت په ټولو لويو معاملو خپل مينځي صلاح مشوره کولى شي، پوځ په بيلا بيلو معاملو دسياسي حکومت ملاتړ کوي چې پکې قدرتي افتونه او پرمختيايي کارونه شامل دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG