لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پېښور کې د سيکټريټ افسر وژل شوی


د خېبرپښتونخوا په سر ښار پېښور او بېلابيلو سيمو کې د تېرې يوې مودې راهسې د هدفي وژنو لړۍ دوام لري
د خېبرپښتونخوا په سر ښار پېښور او بېلابيلو سيمو کې د تېرې يوې مودې راهسې د هدفي وژنو لړۍ دوام لري

د خېبرپښتونخوا صوبې سرښار پېښور کې د سيکرټريټ سيکشن افسر نواب صافي د نامعلومو وسله والو په ډزو کې وژل شوی دی .

د پېښور د پوليسو په وينا نواب صافی نن د شورو په ورځ ماښام د روژه ماتي نه وروستو په يکه توت سيمه کې د کور سره نزدې په هدف کړی شوی دی .

راپورونه وايي صافی د ماښام نمانځه له د کور سره نزدې جمات ته ورغلی او د جومات نه په واپسۍ کې پرې وسله والو ډزې کړي دي .

پوليس چارواکو ويلي حمله کوؤنکي د موقعې نه په تېښته کې بريالي شوي او د پېښې په اړه پلټنې پېل کړی شوي دي .

د نواب صافی نزدې شپږ مياشتې وړاندې پېښور سيکرټريټ ته بدلې شوې وه . هغه له دې وړاندې په قبايلي سيمه جنوبي وزيرستان کې د اسټنټ پوليټيکل افسر او اسټنټ پوليټيکل ايجنټ په چوکو پاتې شوی دی .

صافي دوه کاله د جنوبي وزيرستان په لدهه تحصيل کې اسټنټ پوليټيکل ايجنټ او بيا دوه کاله د ايجنسۍ اسټنټ پوليټکل افسر پاتې شوی دی .

د وژل شوي افسر کورنۍ ويلي د چا سره يې کومه شخصي دښمني نه وه .

په سمدستي ډول د پېښې زمه واري چا نه ده قبوله کړې .

د خېبرپښتونخوا په سر ښار پېښور او بېلابيلو سيمو کې د تېرې يوې مودې راهسې د هدفي وژنو لړۍ دوام لري او يو شمېر افسران پکې په هدف شوي دي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG