لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رچرډ اولسن:پاکستان دې د ترهګرو په خاتمه خپل راتلونکی روښانه کړي


هغه وویل پاکستان دې د هند کردار ته د پریشانه کیدو پځایې خپلو خطرو ته خیال وکړي
هغه وویل پاکستان دې د هند کردار ته د پریشانه کیدو پځایې خپلو خطرو ته خیال وکړي

پاکستان اؤ افغانستان دپاره د امریکه ځانګړي استازي رچرډ اولسن په پاکستان ټینګار کړی چې خپل پام باید د ترهګرۍ په ضد جګړې ته وساتي .

امریکایي استازی وایي افغانستان کې د هندوستان د کردار په هکله د پاکستان اندیښنې د ضروت څخه زیاتې دي.

واشنګټن کې د دي ایټلانټک کونسل په نوم یو تهنک ټینک ته وینا کې رچرډ اولسن ویلي د کال ۲۰۱۸ نه دکال ۲۰۲۰ دوران کې به امریکه د افغانستان د ملي اردو د پیاوړتیا دپاره نور د د دریوؤ بیلینو ډالرو مرسته کوي.

هغه د پاکستان دا اندیښنې رد کړې چې ګنې هندوستان په بلوچستان کې د ناارامۍ اؤ ګډوډي پیدا کولو دپاره افغانستان کې د خپلې موجودګۍ څخه فائده اخلي.

ځانګړي استازي وویل هدوستان دافغانستان یو مرستندویه ملګری دی اؤ هرڅو که ددغه هیواد له لوري امداد کم دی خو افغانستان دپاره یې مهمې پوځي مرستې ورکړي دي.

هغه دا تاثر هم رد کړو چې ګنې هند په افغانستان کې ۲۴ قونصلخانې لري چې څه پکې د پاکستان د پولې سره نزدې دي اؤ وئ ویل دا مهال په افغانستان کې هند یوازې څلور قونصلګرۍ لري.

د هغه په وینا"زه کله کله داسې ګڼم چې افغانستان کې د هندوستان د دخیل توب شرحه پاکستان کې د اصل شرحې څخه ډیره زیاته سیوا ښودلی شي"

هغه وویل دپاکستان چارواکي باید خپلې سلامتۍ ته راپیښو ګواښونو ته ځیر پاتې شي ځکه چې پاکستان هیڅکله تر هغې نه شي خوندي کیدی ترڅو چې د افغان طالبانو اؤ حقاني شبکې په څیر د ترهګرو تنظیمونو په ضد ګامونه وانه خلي.

خو ښاغلي اولسن په دغه موقعه دا هم وویل چې په وزیرستان کې روانو پوڅي عملیاتو ترهګر ځپلي اؤ اوس په پاکستان کې د تشدد پیښې کمې شوې اؤ ددغه هیواد معیشت پیاوړی شوی دی.

هغه وویل کوم ترهګر چې دپاکستان د خاورې نه بهر ناست دي اؤ بریدونه کوي د پاکستان له لوري د هاغو ترهګرو په ضد د ګامونو نه اخستل کیدو له امله ددغه هیواد پخپله خاوره کې د ترهګرۍ د خاتمې هڅو ته زیان رسیږي

هغه دا خبرداری هم ورکرو چې د پاکستان راتلونکی تر هاغه وخته نه شي روښانه کیدی ترڅو چې د طالبانو په ضد ګامونه وانه خلي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG