لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د شمالي کوريا په دوه ميزايل تجربو کې يوه ناکامه شوې


د ملګرو ملتونو د امنيت شورا شمالي کوريا باندې د جوهري او بيلسټک ميزايلو په ټيکنالوجۍ بندېز لګولی دی .
د ملګرو ملتونو د امنيت شورا شمالي کوريا باندې د جوهري او بيلسټک ميزايلو په ټيکنالوجۍ بندېز لګولی دی .

د امريکې او جنوبي کوريا پوځي چارواکو ويلي چې شمالي کوريا د خپل ختيځ ساحل نه د شورو(چهارشنبې) په ورځ دوه ميزايلي داغلي چې پکې د يو تجربه ناکامه شوې ده .

باور کيږي چې سهار وختي پرېښودونکي دا ميزايلي د منځنۍ فاصلې ويشتونکې موسوډان ميزايلي دي او دا په اسيا او بحراکاهل کې امريکايي پوځي اډو ته د رسېدو ظرفيت لري .

شمالي کوريا د اپرېل په مياشت کې درې ځله دا ډول ميزايلي تجربې کړې وې او ټولې ناکامه شوې وې . د موسوډان ميزايل د مۍ په مياشت کې شوې تجربه هم نه وه کاميابه شوې .

د جاپان پوځ د دغو ميزايل تجربو د ممکنه تجربو په تناظر کې چمتو وو او ميزايل ويشتونکي نظام ته يې د جاپان په حدودو کې د ميزايل راننوتو په صورت کې د راغورځولو امر شوی ؤ .

راپورونه وايي دا ميزايل د درېو نه تر څلورو زرو کلوميټرو پورې لرې ويشتل کولی شي او که چرته دا سم او په کاميابۍ سره وداغل شي نو دا جاپان، چين او ګوام کې اهداف په نخښه کولی شي .

د امريکې د محکمه خارجه وياند جان کربي د دغو تجربو نه وړاندې په پيانګ يانګ نيوکې کړې وې .

"دا وخت دی چې شمالي کوريا راپارول بند کړي او د ټاپو د ثبات دپاره کار وکړي دا ډول ګامونه ، که چرته او دا بيا کيږي نو دا به د ټاپو د امنيت زياتېدو دپاره نه وي او د نړيوال مسوليت په ضد به وي ".

د ملګرو ملتونو د امنيت شورا شمالي کوريا باندې د جوهري او بيلسټک ميزايلو په ټيکنالوجۍ بندېز لګولی دی .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG