لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هلمند کې وسله والو طالبانو مسافر تښتولي


چارواکو ويلي وسله والو طالبانو د يو بس او دوه ټرکونو نه کسان کوز کړي او تښتولي دي .
چارواکو ويلي وسله والو طالبانو د يو بس او دوه ټرکونو نه کسان کوز کړي او تښتولي دي .

د افغانستان د هلمند صوبې چارواکو ويلي وسله والو طالبانو نن د نهې په ورځ د هرات او کندهار په لويه لار د واشير او ګرشک ضلعو ترمنځ د ګاډو نه په لسګونو مسافر کوز کړي او نامعلوم لوري ته يې تښتولي دي .

د پژواک خبري ادارې ترمخه وسله والو طالبانو د ګرشک ضلعې نه په تښتول شوؤ مسافرو کې ۱۸ خوشي کړي او ۲۵ ورسره اوس هم د هغوې سره دي .

چارواکو ويلي وسله والو طالبانو د يو بس او دوه ټرکونو نه کسان کوز کړي او تښتولي دي .

د هلمند پوليس د مسافرو د تښتؤنو دغه پېښه تائيد کړې ولې په اړه يې نور جزيات نه دي ورکړي .

د ګرشک د پوليس مشر اسمعيل خپلواک وايس اف امريکا ته ويلي وسله والو طالبانو ۱۸ تنه مسافر او ۶ نور د ټرکونو څخه کوز کړي دي .

پوليس مشر ويلي طالبانو عام ملکي وګړي يرغمال کړي او زياته کړې يې ده ۲۰ نور يرغمال شوي کسان چې پکې ښځي او ماشومان شامل و هغه ېي هم ښکته کړي خو وروستو يې خوشي کړي دي .

د هلمند د ټرانسپورټ مشر عبدالغفور هم ويلي چې وسله والو په پېل کې په دغه لار موټرې هم ودرولې خو وروستو يې ۱۰ ته د تلو اجازه ورکړې او د څلورو موټرو نه يې سورلۍ يرغمال کړي دي .

طالبانو مطبوعاتو ته په لېږلي يو پېغام کې د موټرو څخه د مسافرو د ښکته کولو زمه واري قبوله کړې ده ، د طالبانو يو وياند قاري محمديوسف ويلي د هلمند په ګرشک کې يې د درېو ګاډو نه ۲۷ مسافر کوز کړي دي .

چارواکو ويلي افغان ملي اردو د تښتول شوؤ مسافرو د راخوشي کولو دپاره په سيمه کې عمليات پېل کړي دي . راپورونه د چارواکو د خلې وايي ځيني مسافر راخوشي کړی شوي خو په اړه کره معلومات مخې ته نه دي راغلي .

راپورونه وايي دا په تيرو پينځه کاله موده کې وړومبی ځل دی چې د هرات او کندهار په لويه لار مسافر يرغمال کړی شو .

د ګل په ورځ د افغانستان پلازمينه کابل او بدخشان صوبه کې دوه بريدونه شوي وو او ۲۴ کسان پکې وژل شوي وو .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG