لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان ته د خپلو تيرو پرېکړو او پاليسۍ سزا ورکړی کیږي ، سرتاج عزيز


سرتاج عزيز وويل چې زمونږ حکومت جوړ شو نو زمونږ وړومبۍ کار دا ؤ چې د بل چا په جنګ کې به لاس وهنه نه کوؤ
سرتاج عزيز وويل چې زمونږ حکومت جوړ شو نو زمونږ وړومبۍ کار دا ؤ چې د بل چا په جنګ کې به لاس وهنه نه کوؤ

د پاکستان د خارجه چارو مشاور سرتاج عزيز وايي افغانستان سره کړکېچنې اړيکې د هغه پاليسۍ او پرېکړو نتيجه ده کومې چې د پاکستان تيرو حکومتونو د روس لخوا په افغانستان د بريد په وخت کړې وې او لاس وهنه يې کړې وه .

سرتاج عزيز د پاکستان يو شخصي ټيلي ويژن چېنل (سما) سره د پاکستان او افغانستان د تازه اړيکو د اړه خبرو کې وويل د روس په افغانستان د بريد په وخت د پاکستان د لاس وهنې په پايله کې دلته (پاکستان) ته پينځه ملينه خلک راکډوال شو، نشه يي توکي راغلل او وسله راغله بې ثباتي مونږ پله راماته شوه .

د نوموړي په وينا چې کله د ۹/۱۱ پېښه وشوه او په افغانستان حمله وشوه نو مونږ (پاکستان) ، امريکا او نورو ملکونو په ګډه چې د روس په ضد مجاهدين تيار کړي وو هغه د پاکستان قبايلي سيمو ته راديکه کړی شو او هغه د پاکستان دپاره ګواښ وګرځېدو ، د هغې وروستو دلته د ترهګرۍ، بمي چاؤدنو او ځانمرګو بريدونو لړۍ پېل شوه ۶۰ زره خلک ووژل شو او د سل بلينه نه زيات مالي تاوان پاکستان ته واوړېدو .

سرتاج عزيز وويل چې زمونږ حکومت جوړ شو نو زمونږ وړومبۍ کار دا ؤ چې د بل چا په جنګ کې به لاس وهنه نه کوؤ او داسې پاليسي به جوړؤ او د خپل ملک حفاظت به کوؤ .

د افغانستان سره په پوله د تازه کړکېچ په اړه نوموړي وويل پاکستان خپلې قبايلي سيمې د ترهګرو نه پاکې کړې او اوس غواړي چې د افغانستان سره لګېدلې پوله خوندي کړي د هغې دپاره په پوله د غېر قانوني تګ راتګ ودرولو او د پولې د انتظام او درازې لګولو پرېکړه وشوه ، او په هغې افغانستان تحفظات لري ولې مونږ د هغوې سره په دغې اړه خبرې وکړې او دا کار د هغوې هم په ګټه دی .

د سرتاج عزيز په وينا افغانستان سره لګېدلې ټوله پوله بندول ګران دي خو د تګ راتګ په لارو به دروازې لګول کيږي . هغه زياته کړه که د افغانستان د لوري حمله کيږي په کلکه به ورته ځواب ورکړی کيږي .

نوموړي وويل افغانستان سره د تازه رامنځته شوي کړکېچ په سر د هلته نه راغلي پلاوي سره مثبتې خبرې شوي او په دغه ليدنه کې صلاح شوې ده چې په پوله د انتظام دپاره مناسب مېکانزم جوړ کړی شي .

د افغانستان مرستيال خارجه وزير حکمت کرزي په مشرۍ يو پلاوي د ګل په ورځ د پاکستان سفر کړی او پاکستاني چارواکو سره يې د تورخم اوپولې په سر خبرې کړې دي . د پاکستان خارجه وزارت يو بيان کې ويلي دغه خبرې په دوستانه ماحول کې شوي او خبرو ته به په دوام ورکولو پرېکړه شوې ده .

د افغان کډوالو د بيرته ستنولو په اړه سرتاج عزيز وويل په دغه لړ کې مونږ د کډوالو دپاره د ملګرو ملتونو د هايي کمشنر سره خبره کوؤ ، مونږ ۳۵ کاله دلته کډوال وساتل او کډوال اوس زمونږ د امنيت دپاره ستونزه جوړه شوې ده ، کله چې مونږ قبايلي سيمې د هغوې (ترهګرو) څخه پاکې کړي دي نوکډوال کېمپونه د هغوې دپاره خوندي ځالې جوړې شوي ځکه چې هلته غېر منظم تګ راتګ کيږي .

د خارجه چارو صلاح کار وويل په افغان کډوالو کې د رجسټر او غېررجسټرډ کډوالو دپاره به تګ لاره جوړولی شي .

ځانګړې ویډیوګانې


د امریکايي خبریال د روس په زندان کې کال پوره کېدونکی دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:04:17 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG