لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د تورخم په سر اسلام اباد کې کېدونکې خبرې پای ته رسېدلي


په نني بحث کې په دې خبره ټينګار شوی چې د سرحدي ستونزو هوارول يو مناسب ميکانزم جوړولو ته اړتيا لري .
په نني بحث کې په دې خبره ټينګار شوی چې د سرحدي ستونزو هوارول يو مناسب ميکانزم جوړولو ته اړتيا لري .

د پاکستان خارجه وزارت په يو بيان کې ويلي چې د تورخم په سر اسلام اباد کې د پاکستان او افغانستان د چارواکو ترمنځ په دوستانه ماحول کې خبرې شوي ، د سرحدي ستونزو په ګډه د هوارولو د خواهش څرګندونه شوې او دواړه پلاوي په دې موافقه شوي چې په دغه لړ کې به خبرو ته دوام ورکولی شي .

د بيان ترمخه دواړو خواؤ پرېکړه کړې چې د يو ښه ګاونډي او دوست په توګه به يو بل سره مرستې دوامداره ساتي .

بيان کې ويل شوي دواړه پلاوي په دې صلا ح شوي چې په ننۍ ليدنه کې شوې خبرې به مشرانو سره شريکې کړی شي او په دغه اړوند به نورې خبرې د پاکستان د خارجه چارو صلاح کار او افغان خارجه وزير ترمنځ په تاشکند کې وشي، تاشکند کې د روانې مياشتې په ۲۳م، ۲۴م نېټه د شنګهايي همکارۍ سرمشريزه غونډه کيږي .

په نني بحث کې په دې خبره ټينګار شوی چې د سرحدي ستونزو هوارول يو مناسب ميکانزم جوړولو ته اړتيا لري . او په پوله يو موثره نظام امنيت ته د ودې ورکولو ترڅنګ د ترهګرۍ د مخنيوي سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو پياوړي کولو دپاره ډېر مهم دی .

بيان کې وئيل شوي افغان مرستيال خارجه وزير حکمت خليل کرزي د پاکستان خارجه چارو صلاح کار سره هم ليدلي دي .

له دې وړاندې

د پاکستان د خارجه چارو وزارت ويلي ؤ د تورخم په شخړه د خبرو دپاره يو شپږ کسيزه افغان پلاوی اسلام اباد ته رارسېدلی دی .

نن د ګل په سهار د اسلام اباد په سفر راغلي د افغان پلاوي شپږ کسيزه پلاوي مشري مرستيال خارجه وزير حکمت کرزی کوي او هغه سره د افغانستان د ملي امنيت د شورا، دفاع او کورنيو چارو د وزارتونو استازي هم شامل دي .

د تورخم په اړه اسلام اباد کې روانو خبرو کې د پاکستان استازيتوب خارجه سېکتر اعزازاحمد چوهدري کوي . د سرکاري ميډيا ترمخه د خبرو پېل کېدو په سر کې اعزازچوهدري نن په کابل کې د شوي ځانمرګي بريد غندنه کړې ده .

افغان پلاوی د پاکستان د خارجه چارو صلاح کار سرتاج عزيز سره هم ويني .

د افغانستان د خارجه چارو د وزارت وياند احمدشکيب مستغني ويلي چې د خبرو په ايجنډا کې د تورخم او د ډيورنډ د کرښې په غاړه د پاکستان لخوا د تاسيساتو جوړولو موضوعات شامل دي .

د ښاغلي مستغني په وينا" د پاکستاني چارواکو سره د افغانستان د پلاوي د بحث ايجنډا هغه ستونزې دي چې د تاسيساتو او په ځانګړي ډول تورخم کې د دروازې د جوړولوله امله راپورته شوي دي " .

افغان خارجه وزارت ويلي دا يو ورځنی سفر دی .

تېره اونۍ د تورخم په پوله د افغانستان او پاکستان دځواکونو ترمنځ هغه وخت نښتې پېل شوې چې کله پاکستاني ځواکونوپه تورخم خپل لوري ته په دروازه لګولو کار پېل کړو .

تر څلورو ورځو روانو دغو نښتو کې درې افغان سرتيري وژل شوي او ۲۳ ژوبل شوي وو .

د پاکستان د پوځي افسر په ګډون پکې ۱۱ عسکر هم ژوبل شوي وو .

په تورخم د شخړې راپورته کېدو سره د دواړو ملکونو ترمنځ د تګ راتګ تر ټولو غټه لار پينځه ورځې تړلې پرته وه .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG