عراقي ځانګړو ځواکونو د دې اعلان وروستو چې د فلوجه ښار زياتره برخه يې د داعش نه بيرته نيولې ده د خالي په ورځ يې دغو عملياتو ته دوام ورکړی دی .
د عراق وزيراعظم حېدر العبادي د جمعې په ورځ ويلي ؤ " مونږ تاسو سره د فلوجه ازادولو او بيرته اخستو وعده کوؤ " .
عراقي ځواکونو له دې وړاندې په دغه سيمه کې د پرله پسې حملو په ترڅ کې د داعش کمانډ مرکز نيولی دی . چارواکو پخلی کړی عراقي ځواکونو د ښار په منځ کې حکومتي ودانی په خپله ولقه کې اخستی دی .
عبادي په ټويټر ويلي فلوجه بيرته د قوم لاسو ته راغلی او بله جګړه به په موصل کې وي . هغه ويلي "داعش به ماتې خوري" .
خواؤشا د دوه مياشتو راهسې امريکايي استخباراتي چارواکي وايي چې داعش ډله د " په تېزۍ سره د خپل پراختيا تر ټولو کمزوري پړاؤ باندې ولاړه ده" او د دې څو علتونه يې په ګوته کړي دي .
چارواکي وايي د ښار نه جهاديان هم د خلکو سره تښتي . د فرانس خبري ادارې ويلي د فلوجه نه په څو ساعته کې ۲۰زره خلک تښتېدلي دي او د زيارت په ورځ هم ۴۲زره کسان تښتيدلي وو .
د ناروېجن کډوالو کونسل ويلي دا نه ده معلومه چې په ښار کې څومره خلک ګېر دي او په دوکې زنانه، ماشومان او د غټ عمر کسان هم شامل دي . د اوونو راهسې کورنۍ سره د ماشومانو د ډزو په مهال د ښار نه ووځي او د ښار نه بهر په کېمپ کې دېره کيږي عراقي حکومت او ملګري ملتونه د دوې دپاره بل کېمپ هم جوړوي .
صدر اوباما خبري غونډې ته ويلي چې داعش ډله د بل کوم وخت نه اوس ډېره د فشار لاندې ده او پرله پسې مشران د لاسه ورکوي .
صدر اوباما د زيارت په ورځ ويلي " تراوسه پورې د داعش ۱۲۰ مشران په هدف کړی شوي داعش په عراق کې ماتې خوري او د ابادۍ والا علاقه يې چې نېولې وه نيمه يې پکې د لاسه ورکړې ده " .
څيړونکي وايي د تاوان اوختو نه پس داعش اوس هم ځان ژوندی ساتلی شي .
فلوجه ښار د بغداد نه لويديځ پله ۵۰ کلوميټره لرې پروت دی .