لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بيلجيئم کې دبريدونو دمنصوبه بندۍ په تور ١٢ کسان نيول شوي


 دبيلجيئم وفاقي استغاثې ويلي دپوليسو دهپو په مهال وسله يا چاوديدونکي مواد نه دي نيول شوي.
دبيلجيئم وفاقي استغاثې ويلي دپوليسو دهپو په مهال وسله يا چاوديدونکي مواد نه دي نيول شوي.

دبيلجيئم پوليسو دغه هيواد کې دجمعې دترهه ګرۍ دمخنيوي عملياتو کې ١٢ شکمن ترهه ګر نيولي دي.

استغاثې ويلي تيره شپه ټول هيواد کې دپوليسو لخوا په نيول شوو دغو کسانو دترهه ګريز بريد دمنصوبه بندۍ شک دى، دبرسلز سره نزدې ټول په ټوله خواوشا ٤٠ کسان تر پلټنو لاندې وو چې په هغوي کې وروستو ١٢ ونيولى شول.

دبيلجيئم وفاقي استغاثې ويلي دپوليسو دهپو په مهال وسله يا چاوديدونکي مواد نه دي نيول شوي.

دبيلجيئم دپوليسو دترهه ګرۍ ضد عملياتو څخه وروستو دخالي په ورځ دبيلجيئم وزيراعظم چارلس مايکل دحکومت دامنيتي کونسل ديوې غونډې مشري کړې ده، دغه غونډه کې ددفاع، بهرنو چارو ، کورنوچارو او انصاف وزيرانو هم ګډون کړى.

دبيلجيئم وزيراعظم يو مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال ويلي هغوي دمعمول مطابق ژوند کول غواړي، هغه ويلي حالات تر قابو لاندې دي.

وزيراعظم وويل هغوي بيدار دي، هر ساعت دحالاتو څارنه کوي او دتندلاريتوب، بنياد پرستۍ اؤ ترهه ګرۍ په ضد به په کلکه جګړه دوامداره ساتلى شي.

په ياده دي وي چې دمارچ په مياشت کې دبرسلز په هوايي اډه بريد کې ٣٢ کسان وژل شوي وو

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG