لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د تورخم پوله پرانستل شوه


پينځه ورځې وړاندې په پوله د پاکستان لخوا د دروازې لګولو په وخت نښته شوې او پوله تړل شوې وه
پينځه ورځې وړاندې په پوله د پاکستان لخوا د دروازې لګولو په وخت نښته شوې او پوله تړل شوې وه

د افغانستان او پاکستان د چارواکو ترمنځ د خبرو اترو وروستو د تورخم پوله د تلو راتلو دپاره پرانستل شوې ده .

د افغانستان او په پاکستان ترمنځ په ګډه پوله د تېر اتوار په شپه د دواړو خواؤ د ځواکونو ترمنځ نښته شوې وه او د هغې نه پس پوله د تګ راتګ دپاره تړل شوې وه او خلک د ستونزو سره مخ شوي او دواړو غاړو ته ګېر پاتې وو .

د تورخم پوليټيکل چارواکو پخلی کړی چې د جمعې او خالي په شپه د افغانستان او پاکستان د چارواکو ترمنځ خبرې کاميابې شوي او پرېکړه شوې چې نن د خالي په سحر اته بجې به پوله پرانستلی شي .

راپورونه وايي پرېکړه کې ويل شوي د افغانستان د لوري به يواځې هغه خلکو ته په پوله د راوړېدو اجازه ورکړی کيږي چا سره چې سفري اسناد موجود وي . او سامانونه وړونکو راوړونکو ګاډو ته هم د تلو راتلو اجازه ورکړی شوې ده .

پاکستان د روانې مياشتې د وړومبۍ نېټې نه په پوله د راوړېدو دپاره سفري اسناد قانوني ګرځولي وو .

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تورخم په پوله د پاکستان له لوري د دروازې لګولو په سر نښته پېل شوې وه .

پاکستاني چارواکو ويلي په پوله په دروازه کار روان دی ولې افغان چارواکو ويلي په دروازه کار نه کيږي .

پينځه ورځې وړاندې په پوله د پاکستان لخوا د دروازې لګولو په وخت نښته شوې او د هغې وروستو تر څلورو ورځو پورې وخت په وخت د دواړو خواؤ نه په يو بل ډزې کېدی په دغو ډزو کې دواړو غاړو ته مرګ ژوبله هم اوختې ده .

په ډزو کې درې افغان سرحدي سرتيري او د پاکستان يو پوځي افسر وژل شوي وو .

راپورونه وايي د تورخم په پوله د رامنځته شوې شخړې د هواري په لړ کې د افغانستان د ملي امنيت شورا صلاح کار خنيف اتمر به نن يا سبا د پاکستان سفر هم وکړي .

د جمعې په ورځ افغان چارواکو ويلي ؤ چې د پاکستان د بهرنو چارو د وزارت مشاور سرتاج عزيز د زيارت په ورځ د حنيف اتمر سره په ټيليفون خبرې کړې وې .

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تورخم په پوله د نښتې پېل کېدو امريکا هم په دواړو ملکونو غږ کړی ؤ چې دغه ستونزه د خبرو د لارې هواره کړي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG