لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کرزی؛ د ډیورنډ کرښه باندې جنګ نه کوؤ خو په رسمیت یې هم نه منو


هغه وویل د ډیورنډ کرښه هغه زخم دی چې یو افغان یې هم نشي هیرولی
هغه وویل د ډیورنډ کرښه هغه زخم دی چې یو افغان یې هم نشي هیرولی

دافغانستان پخواني اولسمشر ښاغلي حامد کرزي وئیلي د افغانستان اؤ پاکستان ترمینځ وروستې جنجالونه د تورخم په لیکه پیدا شوي ، پاکستان په دغه پوله هاغه څه ته لاس اچولی چې افغانانو ته د منلو نه دي.

برتانوي خبري شبکې سره یوه مرکه کې ښاغلي کرزي وئیلي د تورخم پوله نه افغانستان په رسمیت منلې اؤ نه به یې ومني خو دا هم نه غواړي چې یوازې ددغه پولې پسر پاکستان سره لانجې یا جګړه جوړه کړي.

هغه وویل پاکستان په دې خفه دی چې افغانستان هند سره ولې اړیکې لري خو مونږ وایو چې که د پاکستان اؤ هند ترمینځ خبرې اترې کیدی شي ، د دواړو هیوادونو صدراعظمان خپلو کې ناستې کولی شي نو افغانستان اؤ هند یې ولې نه شي کولی.

حامد کرزي زیاته کړې ده په سیمه کې چې اوس د افغانستان، هند اؤ ایران تر مینځ کوم اتحاد جوړیږي مونږ پکې پاکستان ته هم هرکلی وایو خو دپاکستان شرط دادی چې د افغانستان دې پاکستان سره اړیکې نه وي اؤ دې ته افغانان تیار نه دي.

هغه د یوې پوښتنې په ځواب کې وئیلي چې د ډیورنډ کرښه د افغانانو دپاره د هاغه زخم په څیر ده چې افغانان یې کله هم نه شي هیرولی .

پخواني اولسمشر وویل افغانستان دغه قضیه ځکه تر اوسه نړیوالې محکمې ته نه ده وړې چې دا یوه نړیواله ستونزه نه ده بلکې د استعماریت میراث دی اؤ دواړه هیوادونه یې په شریکو هڅو هوارولی شي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG