لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په تورخم پوله تازه نښتو کې دواړو خواؤ ته مرګ ژوبله اوښتې ده


 دشورو په ورځ يو افغان سرحدي چارواکي جمال خان ميډيا سره خبرو کې ويلي دغه افغان سرحدي ساتونکى دنهې په ورځ وژل شوى.
دشورو په ورځ يو افغان سرحدي چارواکي جمال خان ميډيا سره خبرو کې ويلي دغه افغان سرحدي ساتونکى دنهې په ورځ وژل شوى.

يو افغان چارواکي ويلي دپاکستان او افغانستان په ګډه پوله تورخم دشورو په سحر يوځل بيا ددواړو هيوادونو دامنيتي ځواکونو ترمينځ نښته شوې چې پکې يو افغان سرحدي عسکر وژل شوى او پينځه نور ژوبل شوي دي.

دتورخم په پوله شوو نښتو کې تيره ورځ لږ ترلږه دوه پاکستاني عسکر ژوبل شوي وو.

دشورو په ورځ يو افغان سرحدي چارواکي جمال خان ميډيا سره خبرو کې ويلي دغه افغان سرحدي ساتونکى دنهې په ورځ وژل شوى.

له دې وړاندې هم نښته کې يو بل افغان عسکر وژل شوى و او دافغان ځواکونو په ډزو ژوبل شوي يو پاکستاني پوځي افسر دنهې په ورځ ساه ورکړې وه.

دميډيا وروستي راپورونه وايي پاکستان دتورخم په پوله خپل اړخ ته دګيټ لګولو کار يوځل بيا پيل کړى چې ورسره په پوله تاوتريخوالى موجود دى.

دپاکستان او افغانستان ترمينځ نښتې داتوار په شپه دپاکستان اړخ ته دنوې سرحدي ګيټ دجوړولو پسر پيل شوې وې.

پاکستان وايي افغانستان سره په پوله دتاوتريخوالي څخه وروستو يې پولې ته اضافي عسکر او وسله ليږلې ده.

پاکستان وايي دغه ګيټ دپولې پورې غاړې افغانستان څخه دترهه ګرو دراوړيدو دمخنيوي لپاره جوړوي.

دپاکستان دوزيراعظم دبهرنو چارو صلاح کار سرتاج عزيز دشورو په ورځ خپل يو بيان کې ويلي دپولې دواړو خواوو ته دامنيت ټينګښت دسرحدي کنټرول دمضبوطولو پرته ممکن دى.

سرتاج عزيز ويلي پاکستان او افغانستان ته معاملې دخبرو اترو له لارې هوارول پکار دي او دغه تاوتريخوالي دپاکستان او افغانستان دملګرتيا دروح په ضد دي.

دبهرنو چارو صلاح کار هيله څرګنده کړې چې افغانستان به امنيتي معاملو او په ځانګړې توګه په پوله دڅارنې دموثره نظام دنشتوالي له امله دپولې پورې غاړې دترهه ګرۍ دمخنيوي په معامله پاکستان سره مرسته وکړي.

سرتاج عزيز ويلي دپولې دانتظام مقصد ددواړو هيوادونو او اولسونو امنيت ښه کول دي.

دافغانستان دبهرنو چارو دوزارت ترمخه افغانستان تورخم کې په مرګ ژوبله دپاکستان سفير غوښتى او ورته يې احتجاج کړى و.

له دې وړاندې دپاکستان دبهرنو چارو وزارت ويلي وو دتورخم په پيښه يې اسلام اباد کې افغان ناظم الامور غوښتى او ورته يې احتجاج کړى و.

دامريکا دخارجه محکمې وياند جان کربي هم په پاکستان او افغانستان غږ کړى چې دتورخم دپولې معامله دې په پرامنه توګه هواره کړي.

ځانګړې ویډیوګانې


د امریکايي خبریال د روس په زندان کې کال پوره کېدونکی دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:04:17 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG