لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د نښتو وروستو تورخم پولې ته پوځيان ليږل شوي


 دسيمې څخه سرچينو ډيوه ويب پاڼې ته ويلي پاکستان په لويې شمير کې ټانکونه اؤ توپې تورخم ته وروستلي اؤ غواړي چې نن شپه کې په تورخم دروازه ولګوي.
دسيمې څخه سرچينو ډيوه ويب پاڼې ته ويلي پاکستان په لويې شمير کې ټانکونه اؤ توپې تورخم ته وروستلي اؤ غواړي چې نن شپه کې په تورخم دروازه ولګوي.

پاکستان او افغانستان دتورخم په پوله دپوځيانو په شمير کې اضافه کوي او په پوله نښته کې دافغان ځواکونو په ډزو دپاکستاني پوځي افسر دوژل کيدو سره ددواړو ګاونډي هيوادونو ترمينځ دتاوتريخوالي دزياتيدو امکان دى.

دسيمې څخه سرچينو ډيوه ويب پاڼې ته ويلي پاکستان په لويې شمير کې ټانکونه اؤ توپې تورخم ته وروستلي اؤ غواړي چې نن شپه کې په تورخم دروازه ولګوي.

خبري ادارې رويټرز پخپل يو راپور کې دپاکستاني امنيتي چارواکو له خُلې دنوم دنه څرګندولو په شرط ويلي دپاکستان پوځ دګل په شپه افغان پولې ته درنه وسله وروړې او اضافي پوځيان يې هم ليږلي دي.

دافغان پوليسو يو سرحدي کمانډر هم پخلى کړى چې دافغانستان اړخ ته هم پولې ته اضافي عسکر ليږل شوي دي.

دپاکستان دپوځ سرلښکر جنرال راحيل شريف دنهې په ورځ دافغان ځواکونو په ډزو دوژل شوي خپل پوځي افسر ميجر جواد علي چنګيزي په جنازه کې شرکت کړى.

پاکستاني چارواکي وايي ميجر جواد علي او نهه نور پاکستانيان دافغان ځواکونو په ډزو کې ژوبل شوي وو ، دافغان چارواکو وينا ده چې دپاکستاني ځواکونو په ډزو هم يو افغان عسکر وژل شوى او شپږ نور عسکر ژوبل شوي دي.

دافغانستان په ختيز ولايت جلال اباد کې دنهې په ورځ دوژل شوي افغان عسکر په جنازه کې په سلګونو خلکو ګډون کړى دى.

دافغانستان په جنوبي ښار لشکرګاه کې ديو احتجاج په مهال په سلګونو مظاهرينو دپاکستان بيرغونه سوځولي دي او قهرژنو مظاهرينومرګ په پاکستان نعرې وهلي

دتورخم پوله دتيرو دريوو ورځو راهسې تړلې پرته ده چې له امله يې دواړو خواوو ته په زرګونو خلک بند پاتې شوي دي.

دپاکستان دپوځ وياند ليفټننټ جنرال عاصم باجوه دګل په ورځ دټولنيزو رابطو په ويب پاڼه ټويټر خپل يو پيغام کې دتورخم په پوله دروازې ته په اشارې کولو سره ويلي دا ګيټ دپولې څخه دراوړيدونکو ټولو کسانو داسنادو دجاج اخستو او پخلي کولو لپاره مهم ګڼلى شي

دپاکستان او افغانستان ترمينځ .ې داتوار په ورځ دپاکستان اړخ ته دنوې سرحدي ګيټ دجوړولو پسر پيل شوې وې.

پاکستان وايي دغه ګيټ دپولې پورې غاړې افغانستان څخه دترهه ګرو دراوړيدو دمخنيوي لپاره جوړوي.

دافغانستان دبهرنو چارو دوزارت ترمخه افغانستان دنهې په ورځ تورخم کې په مرګ ژوبله دپاکستان سفير غوښتى او ورته يې احتجاج کړى دى.

دپاکستان دبهرنو چارو وزارت دګل په ورځ ويلي وو دتورخم په پيښه يې اسلام اباد کې افغان ناظم الامور غوښتى او ورته يې احتجاج کړى.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG