لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په تورخم تازه نښته کې څلور پاکستاني عسکر ژوبل شوي


نښته د ماذیګر نه بیا پیل شوې اؤ تر اوسه روانه ده
نښته د ماذیګر نه بیا پیل شوې اؤ تر اوسه روانه ده

دافغانستان اؤ پاکستان ترمینځ په غځیدلې کرښه تورخم دپاکستاني اؤ افغاني پوله ساتو ځواکونو ترمینځ د ګل په ماذیګر نښته یو ځل بیا پیل شوې چې پکې څلور پاکستاني عسکر ژوبل شوي دي.

د تورخم د پولې څخه امنیتي سرچینو وائس اف امریکه ډیوه ویب پاڼې ته وئیلي د اتوار په ماسخوتن پیل شوې نښته د شپې ناوخته ودریده اؤ د ګل په ورځ هم په پوله د ویرې ماحول ؤ خو کومه نښته نه وه شوې .

سرچینې وايي د ګل په ماذیګر یو ناڅاپه بیا په تورخم پوله د دواړو خواؤ د ځواکونو له لوري ډزې ونښتې چې په دغو ډزو کې دپاکستان څلور د ملیشې یا ایف سي عسکر ژوبل شوي .

د سرچینو په وینا دغه ژوبل عسکر د علاج دپاره پیښور ته منتقل کړي شوي اؤ د روژه ماتي په وخت ډزې یو څه ودریدې خو له روژه ماتي وروستو بیا د ډزو درنه لړۍ پیل شوې ده.

سرچینو دا هم وئیلي چې په دغه ډزو کې د پاکستاني ځواکونو لخوا د افغانستان په شیراز قلعه ډزې روانې دي خو تر دې ساعته معلومه نه ده چې په دغو ډزو کې افغان لوري ته څه زیان رسیدلی که نه.

د اتوار په ماسخوتن په تورخم کرښه وروستو له هغې ددواړو ګاونډي هیوادونه سوله ساتي ځواکونه دیو بل سره جګړې ته لاندې وتل چې پاکستاني ځواکونو غوښتل په تورخم پوله یوه دروازه ولګوي .

په دغه جګړه کې که هرڅو لمړی دپاکستان پوځ د خپل یو عسکر د ژوبل کیدو دعوه کړې وه خو وروستو داسې ناتائیده راپورونه هم خواره شول چې په نښته کې لږ ترلږه نهه پاکستاني عسکر ژوبل شوي دي.

په پوله پیل شوې دغه نښته کې د افغانستان یو سرحدي پولیس هم وژل شوی دی.

د پاکستان د پوځ وینا ده چې دغه دروازه یې په پوله د ترهګرو د مخنیوي په غرض پخپلو حدونو کې ایښوده خو افغان چارواکي دریځ لري چې د ډیورنډ کرښه افغانستان په رسمیت نه ده منلې ځکه نو دغلته پاکستان ته د تاسیساتو جوړولو اجازه نه ورکوي.

پاکستان تیره اوونۍ په تورخم پوله د بې پاسپورټه اؤ بې ویزې افغانانو په رااوختو بندیز لګولی چې له دې امله افغانان دپاکستان په ضد سخت راپاریدلي اؤ د تورخم نه دواړو لوریو ته پښتانه اباد دي چې وخت دسره بغیر کاغذونو تګ راتګ کوي اؤ اوس د پاکستان دسفري دستاویزانو قدغن نه مني.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG