لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اروزګان صوبه کې ړوند افسر د پوليس مشر ټاکل شوی


نوموړی دوه ځله هند د نظر د علاج دپاره ورغلی خو ډاکټران يې په  نظر بيرته راوستو کې نه دي بريالي شوي .
نوموړی دوه ځله هند د نظر د علاج دپاره ورغلی خو ډاکټران يې په  نظر بيرته راوستو کې نه دي بريالي شوي .

د افغانستان جنوب ختيځې صوبې اروزګان کې د خپل ملګري د لاسه ړوند شوی پوليس د ضلعې د پوليسو مشر ټاکل شوی دی .

شاه محمودشاه ۱۳ کاله وړاندې افغان ملي پوليس کې شامل شوی او د اروزګان په ترين کوټ ضلع کې د طالبانو په ضد جنګېدلی دی ، طالبانو به اکثره دغلته په پوليس چيک پوستو بريدونه کول .

ولې يو نيم کال وړاندې د هغه يو خپل ماتحت ملګري د مهراباد په علاقه کې هغه له هغه وخت دوکه ورکړه چې ورته يې وويل د دښمن لخوا ښخ کړی شوی ماين ورته ښايي .

د اروزګان صوبې د وياند دوست محمدناياب په وينا چې شاه کله هغه ځاې ته ورسېدو دغه کس ورته وويل چې " تا څه کول اوس وخت راغلی چې قيمت ې ورکړې" هغه پرې چاؤدنه وکړه د شاه څلور کسان پکې ووژل شو او د هغه دواړه سترګې پکې ژوبل او نظر يې لاړو .

نوموړی دوه ځله هند د نظر د علاج دپاره ورغلی خو ډاکټران يې په نظر بيرته راوستو کې نه دي بريالي شوي . شاه وروستو په پوليس پرېښودو باندې غور کولو ولې د صوبې پوځي کونسل د هغه دپاره بل پلان درلود .

د ناياب په وينا کونسل پرېکړه وکړه چې شاه به په خپله پلارنۍ علاقه "دهراود" کې د پوليس مشر وټاکل شي چرته چې په وروستيو کې طالبانو خپل فعاليتونه سېوا کړي دي .

د اروزګان د صوبايي وياند ترمخه شاه د پوليس قواو دپاره مثال دی او هغه اوس هم د ماينونو ناکاره کولو ماهر دی .

د سترګو نه د محرومۍ باوجود شاه محمود وايي د خپل هېواد دپاره به جنګيږي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG