لاس رسیدونکی لینک

ليبيا : امنيتي ځواکونو داعش څخه دسرت دبندر واک ترلاسه کړى


حکومتي وياند بريګيډير جنرال محمد الغاصري پخلى کړى چې دامريکا او برطانيې په ګډون غيرملکي پوځي ماهران دداعش په ضد جګړه کې دسيمه ييزو ځواکونو مرسته کوي.

دليبيا امنيتي ځواکونو ويلي له سختې جګړې څخه وروستو يې دسر ښار بندر دتندروه ډلې داعش څخه بيرته نيولى دى او دچارواکو وينا ده دداعش سيمه ييز قيادت دښار څخه تښتيدلى.

حکومتي وياند بريګيډير جنرال محمد الغاصري پخلى کړى چې دامريکا او برطانيې په ګډون غيرملکي پوځي ماهران دداعش په ضد جګړه کې دسيمه ييزو ځواکونو مرسته کوي.

دهغه وينا وه” امريکايي او برطانوي ماهران مونږ ته دداعش دځانمرګيانو دمخنيوي لپاره استخباراتي معلومات، تګلاره او سازوسامان کې مرسته راکوي“

دهغه په وينا دلمړو استخباراتي معلوماتو له مخې دداعش لوړپوړى سيمه ييز قيادت تښتيدلى خو اوس هم ښار کې په لويې شمير کې تندلاري موجود دي کوم چې په ګيره کې اخستل شوي دي.

له دې وړاندې داسې معلومات هم مخې ته راغلي وو چې امنيتي ځواکونو ته ښار کې دپوځ په بيرکونو کې دتندلارو مړي ترلاسه شوي چې لاسونه يې تړل شوي وواو پسرونو په ډزو سره وژل شوي وؤ.

چارواکي وايي دښار دواک ترلاسه کولو لپاره جګړه وروستي پړاو کې ده او تندلاري دښار يو کنونشن سنټر کې محدود کړل شوي دي.

XS
SM
MD
LG