لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان کې دې دملا فضل الله په ضد عمليات وشي،جنرال راحيل


 دامريکا دلوړې کچې يو پلاوي دجمعې په ورځ پينډۍ کې دپاکستان دپوځ دسرلښکر جنرال راحيل شريف سره ليدنه کړې ده.
دامريکا دلوړې کچې يو پلاوي دجمعې په ورځ پينډۍ کې دپاکستان دپوځ دسرلښکر جنرال راحيل شريف سره ليدنه کړې ده.

دپاکستان دپوځ سرلښکر جنرال راحيل شريف افغانستان کې دپاکستاني طالبانو دمشر مُلا فضل الله دپه نخښه کولو غوښتنه تکرار کړې ده.

دپاکستان پوځ او حکومت تور لګوي چې دپاکستاني طالبانو مشر ملا فضل الله په شکمنه توګه دافغانستان په کونړ يا نورستان ولايت کې دخپلو نورو ملګرو سره پټ دى.

خو افغان حکومت بيا دريځ لري چې ملا فضل الله په ظاهري توګه کومه سيمه کې پټ دى هغې پورې افغان حکومت لاس رسى نه لري

پاکستان چې کله افغانستان څخه دملا فضل الله په ضد دعملياتو غوښتنه کوي نو کابل کې هم پاکستان څخه دحقاني نيټ ورک په ضد دعملياتو غوښتنه زور نيسي.

دامريکا دلوړې کچې يو پلاوي دجمعې په ورځ پينډۍ کې دپاکستان دپوځ دسرلښکر جنرال راحيل شريف سره ليدنه کړې ده.

ددغه ليدنې په مهال په سيمه ييزوضعيت، دپاک افغان پولې په څارنې ، په ٢١مه مئ بلوچستان کې دافغان طالبانو په مشر ملا اختر منصور دشوي امريکايي ډرون بريد او افغانستان کې دامن او ثبات په چارو خبرې اترې شوي دي.

دغه ليدنه کې پاکستان او افغانستان لپاره دامريکا ځانګړى استازى رچرډ اولسن، دامريکايي ولسمشر براک اوباما مشاور او دجنوبي اسيا دچارو ډايکټر پيټر ليوايى او افغانستان کې دميشتو بين المللي ځواکونو امريکايي کمانډر جنرال جان نکولسن هم شريک وو.

دليدنې په مهال دپاکستان دپوځ سرلښکر جنرال راحيل شريف افغانستان کې دپاکستاني طالبانو دمشر مُلا فضل الله دپه نخښه کولو غوښتنه تکرار کړه.

جنرال راحيل دپاکستان دا اراده هم تکرار کړه چې دهند او افغانستان په ګډون به دښمنې استخباراتي شبکې پاکستان کې دترهه ګريزو هلو ځلو اجازه نه ورکول کيږي.

دپاکستاني پوځ دعامه اړيکو دانګې ايي ايس پي ار ترمخه جنرال راحيل شريف امريکايي پلاوي ته وويل دډرون بريد خپل مينځي درناوى او باور اغيزمن کړى.

دپوځ وينا ده دغه بريد سره به پاکستان کې دترهه ګرۍ په ضدد روانو عملياتو ضرب عضب برياليتوبونه هم اغيزمن شي.

دپوځ سرلښکر ويلي سيمه کې اوږدمهاله امن او ثبات لپاره ټولې هڅې پخپل مينځي مرستې سره پکار دي.

جنرال راحيل دعوه وکړه چې ضرب عضب عملياتو کې ټول ترهه ګر پرته له امتياز څخه په نخښه کړل شوي او دترهه ګرو ځالې ختمې کړل شوي دي.

هغه دا هم وويل چې په پاکستان افغانستان کې دبې ثباتۍ پيدا کولو تور بدبختي ده.

دهغه وينا وه دترهه ګرو په ضد ګډې هلې ځلې او دپولې په موثره توګه څارنه سيمه کې امن او ثبات لپاره ضروري دي.

جنرال راحيل وويل پاکستان افغانستان کې دامن او جوړجاړي لپاره دجوړې څلور ملکي ډلې لاندې داوږدمهاله امن لپاره کار کولو ته چمتو دى.

پاکستاني چارواکو دعوه لرله چې پخپله خاوره دترهه ګريزو ډلو په ضد پرته له کوم امتياز څخه ګامونه اخلي خو ددغه هيواد په بلوچستان ايالت کې دافغان طالبانو دمشر ملا اختر منصور وژل کيدو سره دپاکستاني چارواکو په دعوو پوښتنې راولاړې شوي دي.

په ځانګړې توګه افغانستان کې په امريکايي او افغان ځواکونو بريدونو کې دککړې ډلې حقاني نيټ ورک په ضد دافغان حکومت ،امريکا دحکومت او امريکايي قانون سازانو لخوا پاکستان څخه دکلکو ګامونو اخستو غوښتنې زور نيولى.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG