لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بغداد کې دوه موټري بم چاودنې،٢٢مړه


يوه بمي چاودنه ختيز بغداد کې تجارتي سيمه کې شوې چې پکې لږ ترلږه ١٥ کسان وژل شوي او ٣٥نورژوبل شوي دي.
يوه بمي چاودنه ختيز بغداد کې تجارتي سيمه کې شوې چې پکې لږ ترلږه ١٥ کسان وژل شوي او ٣٥نورژوبل شوي دي.

دپوليسو وينا ده دزيارت په سحر دعراق پلازمينه بغداد کې دوو موټري بم چاودنو کې لږ ترلږه ٢٢ کسان وژل شوي او په لسګونو نور ژوبل شوي دي.

يوه بمي چاودنه ختيز بغداد کې تجارتي سيمه کې شوې چې پکې لږ ترلږه ١٥ کسان وژل شوي او ٣٥نورژوبل شوي دي.

يوه بله چاودنه دبغداد شمال لوري ته موقعيت لرونکې دهيواد ترټولو لويه پوځي اډه کې شوې چې له امله يې اووه کسان وژل شوي دي.

بغداد کې دروغتيا دمحکمې يو چارواکي خبردارى ورکړى چې دوژل شوو شميره کې اضافه کيدى شي.

تر دې مهاله ددغو چاودنو پړه چا په غاړه نه ده اخستې.

دشوروپه ورځ هم بغداد کې يو پوځي وياندويلي وو دتوقعو برعکس دعراقي ځواکونو لخوا فلوجه کې دداعش دجنګيالو په ضد دعملياتو باوجود عراقي پلازمينه کې چاودنو کې کمى نه دى راغلى.

دفلوجه دقبضې دبيرته ترلاسه کولو لپاره دکيدونکو عملياتو په مهال عراقي ځواکونه دداعش لخوا سخت مزاحمت سره مخ دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG