لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

تل ابيب: د فلسطينيانو په ډزو کې څلور کسان وژل شوي


د اسرائيل پوليسو ويلي دا ترهګر بريد ؤ او وسله والو پکې اټومېټک وسله کارولې ده .
د اسرائيل پوليسو ويلي دا ترهګر بريد ؤ او وسله والو پکې اټومېټک وسله کارولې ده .

د اسرائيل پلازمينه تل ابيب کې د شورو په ماښام دوه فلسطينيانو د دفاع وزارت سره نزدې د ګڼې ګونې په يو مارکيټ کې ډزې کړي څلور کسان يې وژلي او پينځه يې ژوبل کړي دي .

د اسرائيل پوليسو ويلي دا ترهګر بريد ؤ او وسله والو پکې اټومېټک وسله کارولې ده .

اسرائيلي پوليسو دواړه حمله کوؤنکي نيولي دي چې پکې يو په ډز د لګېدو له امله په روغتون کې دی . وئيل کيږي دواړه د تره زامن دي او د لويديځې کنارې د سيمې هېبرون سره يې تعلق دی .

وزيراعظم بېنجمن نېتن ياهو د خپلو امنيتي چارواکو سره د ليدو نه وروستو دې بريد ته (وحشيانه جرم) وئيلی دی .

هغه ويلي ، "مونږ په بريدګرو د حملې کولو او داسې خلک چې دفاع ته اړتيا لري د هغوې د ساتنې دپاره ضروري ګامونه اخلو " .

د امريکې خارجه محکمې د دې پېښې په سختو ټکو کې غندنه کړې ده او دا يې په بې ګناه خلکو باندې ناوړه ترهګره حمله ګرځولې ده .

د ملګرو ملتونو عمومي سيکتر بان کي مون هم د دغه بريد غندنه کړې او په يو بيان کې يې ويلي " هغه حېران دی چې د حماس مشرانو د دې بريد هرکلی کړی او ځينو پرې دخوشحالۍ کولو ويلي دي " .

حماس په باقاعده ډول د ډزو د دې پېښې زمه واري نه ده منلې خو يو مشر مشير المصري يې دې بريد ته د (بهادرۍ عمليات) ويلي دي او دغه ډلې وروستو په يو جاري کړي بيان کې د نورو داسې حملو خبرداری ورکړی دی .

د شورو په ورځ دغه پېښه د منځني اتل ابيب په سارونا مارکيټ کې رامنځته شوې کوم ځاې چې د خلکو د سوداګانو او خوراکونو دپاره مشهور دی .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG