لاس رسیدونکی لینک

لاهور:دخپلې خوښې په واده کولو مور خپله لور ژوندۍ سوځولې


پوليس چارواکي وايي دغه ښځه يې نيولې او دپيښې پلټنې يې پيل کړي دي.

دپاکستان دپنجاب ايالت سرښار لاهور کې يوې مور خپله لور له دې امله ژوندۍ سوځولې چې هغې دخپلې خوښې واده کړى و.

پوليس چارواکي وايي دغه ښځه يې نيولې او دپيښې پلټنې يې پيل کړي دي.

تر دې مهاله مخې ته دراغلو معلوماتو ترمخه ملزمې پروين رفيق منلې ده چې دخپل ځوې سره ګډه يې چې پخپلې اتلس کلنې لور زينت رفيق دخاورو تيل اړولي وو او اور يې ورته کړى و.

دميډيا راپورونه وايي زينت څو ورځې وړاندې دخپلې کورنۍ دمرضۍ خلاف پخپله خوښه دحسن خان نومې يو تن سره واده کړى و.

تر دې مهاله ددغه جينۍ ورور نه دى نيول شوى او دهغه لټه روانه ده.

پاکستان کې دغيرت په نوم دښځو وژل کومه نوې خبره نه ده او دغيرسرکاري تنظيمونو ترمخه هر کال دغه هيواد کې په سلګونو ښځې دخپلو رشته دارانو لخوا دغيرت په نوم وژل کيږي.

تيره اوونۍ دپاکستان دسيلګرۍ دمقام مري سره خواوشا سيمه کې يوه ځوانه جينۍ واده څخه په انکار کولو څلورو کسانو سوځولې وه.

وروستو دغه جينۍ هسپتال کې دزخمونو تاب رانه وړو او ساه يې ورکړې وه.

داپريل په مياشت کې دپاکستان دخيبرپښتونخوا په ايبټ اباد ښار کې هم يوه جينۍ له دې امله وژل شوې او سوځول شوې وه چې هغې په شکمنه توګه دخپلې يوې بلې ملګرې دخوښې په واده کولو کې مرسته کړې وه.

XS
SM
MD
LG