لاس رسیدونکی لینک

يورپ ته د کډوالو غټ قاچاقبر نيول شوی


دغه ۳۵ کلن کس مدهاني يهديګو ميريد نوميږي او د اريټيريا اوسېدونکی دی .

د اټلي پوليس د شورو په ورځ ويلي سوډان ورته هغه مشکوک کس سپارلی چې کډوال به يې اټلي ته قاچاق کول . دغه ۳۵ کلن کس مدهاني يهديګو ميريد نوميږي او د اريټيريا اوسېدونکی دی .

دا کس د مئي د مياشې په اخره کې د سوډان پلازمينه خرطو کې نيول شوی او دی د تېر يو کال راهسې په نړيوال کچ د کډوالو قاچاق کوؤنکو د فهرست په سر کې شامل ؤ او پوليس يې په نيولو پسې وو .

د اټلي پوليسو وئيلي " ميريد د ليبيا د صحرا د جنوبي هېوادونو غټ قاچاقبر دی او يورپ ته به يې خلک قاچاق کول" .

د پوليس بيان ترمخه " هغه به يواځې افريقا کې قاچاقبري نه کوله بلکې اټلي کې يې قاچاقبر ساتلي او د هغو په زريعه به يې بي کډوال په کشتيو کې يورپ ته قاچاق کول " .

پوليس وئيلي د هغه ټيليفوني خبرې ريکارډ شوي او د هغې نه معلومه شوې چې د هغه په شمالي يورپ کې د قاچاقبرو سره لار وه او د هغه په وړاندې د کډوالو د ژوند هيڅ اهميت نه وو .

د سوډان ځواکونو د اټلي او برطانيي د استخباراتو سره په ګډه د ميريد د نيولو دپاره عمليات کول .

دا وړومبی مشکوک قاچاقبر دی چې په افريقه کې نيول کيږي .

اټلي ته هم د کال ۲۰۰۸م راهسې ديونان په څېر په زرګونو کډوال تلي دي . په دغو کډوالو کې يو شمېر يورپ ته د رسېدو نه وړاندې په سيند کې ډوب شوي او مړه شوي دي .

XS
SM
MD
LG