لاس رسیدونکی لینک

هيلري کلنټن د امريکې وړومبۍ ښځينه صدارتي کانديده


صدر اوباما د دواړو کانديدانو سره خبرې کړي او خپلې پخوانۍ خارجه وزيرې هيلري کلنټن ته يې د نومول کېدو دپاره اړتيا لرونکو مندوبينو ترلاسه کولو باندې مبارکي وئيلې ده .

هيلري کلنټن د ډيموکريټکس ګوند لخوا صدارتي کانديده جوړېدو کې بريالۍ کېدو پله روانه او نوی تاريخ رقم کوي . هغه وړومبۍ ښځينه امريکايي ده چې د صدارت د کانديد دپاره زغل کې د ېوې غټې ډلې استازيتوب کوي .

د ورمونټ نه سينيټر او د هغې ډيموکريټ سيال برني سېنډر د نهې په ورځ شمالي ډکوټا کې بريالی شوی ولې هيلري کلنټن په سويلي ډکوټا، نيوميکسيکو او نيوجرسي کې برياوی ترلاسه کړې ده .

صدر اوباما د دواړو کانديدانو سره خبرې کړي او خپلې پخوانۍ خارجه وزيرې هيلري کلنټن ته يې د نومول کېدو دپاره اړتيا لرونکو مندوبينو ترلاسه کولو باندې مبارکي وئيلې ده .

صدر اوباما د سينيټر برني شکريه ادا کړې چې هغه د لاکونو په شمېره کې امريکايان فعاله کړي او د اقتصادي نابرابرۍ په ګډون يې ټولې مسلې په ګوته کړي دي .

د نهې په ورځ بروکلېن کې خپلو پلويانو ته په وينا کې هيلري کلنټن دا يوه تاريخي شېبه وګرځوله .

" په وړومبي ځل، زمونږ په قامي تاريخ کې په وړومبۍ پېره به يوه ښځه د يوې غټې ډلې لخوا د امريکا د صدارت کانديده يم " .

ولې د جولائۍ په مياشت کې د ډيموکريټک ګوند د کونشن د رايو نه وړاندې په باقاعده ډول د ختمي کانديد اعلان نه شي کېدی .

بل لور د ريپبلکن ډلې ممکنه کانديد ډونلډټرمپ هم خپلو پلويانو ته په وينا کې په هيلري کلنټن باندې نيوکې کړي دي .

ټرمپ ويلي مقصد يې د خلکو يوځاې کول دي او هغه ژمنه کوي چې خپل پلويان به مايوسه نه کړي .

د راپورونو ترمخه هيلري کلنټن ته د ۲۳۸۳ مندوبينو ملاتړ ترلاسه شوی دی او د ډيموکريټ ګوند کانديد د نومول کېدو دپاره هم دومره مندوبينو ته اړتيا لرله .

XS
SM
MD
LG