لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هلمند کې امريکايي او افغان خبريالان وژل شوي


۵۰ کلن ډېوډ د هلمند د جګړې د راپور ورکولو دپاره د خپل ۳۸ کلن افغان ژباړن ذبيح الله تمنا سره هلته تلی ؤ  .
۵۰ کلن ډېوډ د هلمند د جګړې د راپور ورکولو دپاره د خپل ۳۸ کلن افغان ژباړن ذبيح الله تمنا سره هلته تلی ؤ  .

د افغانستان په جنوبي صوبه هلمند کې د اتوار په ورځ د امريکا د ملي ريډيو (اېن پي ار) خبريال ډېوډګيلکي او د هغه افغان ژباړن ذبيح الله تمنا په يو بريد کې وژل شوي دي .

راپورونه وايي دوې دواړه د افغان ملي پوځ په ګاډي کې ؤ چې د وسله والو طالبانو د بريد ښکار شو .

۵۰ کلن ډېوډ د هلمند د جګړې د راپور ورکولو دپاره د خپل ۳۸ کلن افغان ژباړن ذبيح الله تمنا سره هلته تلی ؤ .

د افغان ملي پوځ په کاروان شوي وسله وال بريد کې دوه نور خبريال روغ پاتې شوي دي .

د اتوار په ورځ ترسره شوي دغه بريد نور جزئيات نه دي وړاندې کړل شوي چې نور يې څومره زيان اړولی دی .

د امريکا خارجه وزير جان کېري چې په بيجينګ کې دی يو بيان کې وئيلي " دا بريد د افغانانو د خطرو سره دومدار مخ پاتې کېدل او د خبريالانو د زړوتيا يادونه کوي " .

اېن پي ار په خپله ويب پاڼه ليکلي چې ۵۰ کلن ګيلکي جائزه ګټونکی فوټرګرافر (عکاس) او ويډيو ايډيټر ؤ . او په ستمبر کال ۲۰۰۱ م کې په افغانستان د امريکا د حملې نه پس دغه هېواد ته په تلونکو وړومبو خبريالانو کې هغه شامل ؤ .

ګيلکي په کال ۲۰۰۸م ۰۹م کې د اسرائيل او حماس ترمنځ جګړې کوريج کړی او په کال ۲۰۱۰م کې د هيټي زلزلې کوريج له هم تلی ؤ .

د خبريالانو د تحفظ دپاره کارکوؤنکي تنظيم (کميټي ټو پروټيکټ جرنلست) سي پي جی د اتوار په ورځ د غمرازۍ بيان جاري کړی او وئيلي يي دي د خلکو پام راګرځولو باوجود" افغانستان اوس هم د ځايي او بهرنو خبريالانو دپاره خطرناک ځاې دی " .

د بيان ترمخه د کال ۲۰۰۱م د القاعد په امريکا د بريد نه پس په دغه هېواد کې ۲۴ خبريالان او يو د ميډيا کارمند وژل شوي دي . په دغه شمېره کې ګيلکي او تمنا نه دي شمارل شوي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG