لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

لوګر: ډله ييز بريد کې د څارنوال په ګډون اووه تنه وژل شوي


راپورونه وايي په ژوبلو کې د ځينو کسانو روغتيايي حالت مرګونی دی او د مړود شمېرې زياتېدو اندېښنه څرګند کړی شوې ده .
راپورونه وايي په ژوبلو کې د ځينو کسانو روغتيايي حالت مرګونی دی او د مړود شمېرې زياتېدو اندېښنه څرګند کړی شوې ده .

د افغانستان خيتځې صوبې لوګر کې نن د اتوار په ورځ ترسره شوي يو ډله ييز بريد کې د څارنوال په ګډون اووه تنه وژل شوي او تر ۲۰ پورې ژوبل شوي دي .

د لوګر د ګورنر (والي) وياند سليم صالح په وينادغه بريد نن سهار خواؤشا لس بجې په داسې مهال شوی چې د نوي څارنوال د معرفي کېدو غونډه روانه وه .

نوموړي وئيلي درې بريدکوؤنکي د پوليس په جاموکې راغلي اول يې د څارنوالۍ په ساتونکو ډزې کړي او وروستو ودانۍ ته ننوتلي او د غونډې په ګډون والو يې ډزې کړي دي .

د سليم په وينا په ډزو کې د استيناف څارنوالۍ ته معرفي شوی مشر محمداکرم نجات او شپږ نور کسان وژل شوي او ۱۹ نور ژوبل شوي دي .

د ګورنر وياند وئيلي په وژل شوؤ او ژوبلو کې وکيلان اودولتي مامورين شامل دي . د لوګر د ولايتي شورا غړي حسيب الله ستانکزي هم ويلي چې وژل شوي اووه کسان د محکمې او څارنوالۍ قاضيان او مامورين دي .

امنيتي چارواکو ويلي درې واړه بريدګر وژل شوي دي .

راپورونه وايي په ژوبلو کې د ځينو کسانو روغتيايي حالت مرګونی دی او د مړود شمېرې زياتېدو اندېښنه څرګند کړی شوې ده .

طالبانو د تېرې مياشتې راهسې په عدالتونو (محکمو) باندې بريدونه سېوا کړ ي دي . تېره مياشت د محکمې په امر شپږ طالبان اعدام شوي وو .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG