لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

محمدعلي ته په نړيوال کچ د عقيدت پيرزونې، د جمعې په ورځ جنازه


د ګردې نړۍ نه د محمدعلي په مړينه د غمرازۍ د پېغامونو سلسله دوام لري او د باکسنګ اتل ته پکې د عقيدت زبردستې  پيرزونې وړاندې کولی شي .
د ګردې نړۍ نه د محمدعلي په مړينه د غمرازۍ د پېغامونو سلسله دوام لري او د باکسنګ اتل ته پکې د عقيدت زبردستې  پيرزونې وړاندې کولی شي .

د امريکې پخوانی صدر بل کلنټن هم په هغو شخصيوتو کې شامل دی چې د باکسنګ نړيوال اتل محمدعلي په اخري مراسمو کې به ګډون کوي او هغه ته به د عقيدت پيرزونې وړاندې کوي .

د ګردې نړۍ نه د محمدعلي په مړينه د غمرازۍ د پېغامونو سلسله دوام لري او د باکسنګ اتل ته پکې د عقيدت زبردستې پيرزونې وړاندې کولی شي .

صدر باراک اوباما هم په خپل پېغام کې محمدعلي په ښو الفاظو ستائيلی دی .

محمدعلي د جمعې په ورځ ناوخته د ۷۴ کالو په عمر کې ومړ، هغه د پارکنسنز د ناروغۍ سره مخ ؤ .

د خالي په ورځ خبري غونډې ته د محمدعلي استازو ويلي چې د محمدعلي د جنازې وروستي مراسم به د راتلونکې جمعې په ورځ د کنټکي په لوئزويلي ښار کې ادا کولی شي . لوئزويلي د ښاغلي پلارنی ټاټوبی دی .

محمدعلي ته د هغه مينه وال د ((چېمپ او عظيم ترين)) نوم ورکوي .

د پخواني صدر کلنټن نه علاوه په نورو مهمو شخصيتونو کې به بلي کرسټل او خبريال برائنټ ګمبيل هم د محمدعلي په وروستو مراسمو کې ګډون کوي .

د محمدعلي وياند ويلي " علي د نړۍ وګړی ؤ" له دې سببه هڅه کولی شي چې د ټولنې د هرې طبقې سره تعلق لرونکي خلک د هغه په وروستو مراسمو کې ګډون وکړی شي .

هغه وئيلي له دې وړاندې به د لوئزويلي د لوبو په ( کی اېف سي يم سنټر) کې خلک راټوليږي . دغلته د ۲۲زره نشستونو انتظام کېدی شي دلته به عام خلک راځي او د انټرنېټ دلارې به دا هر څه په ژوندۍ بڼه خپرول کيږي .

د خالي په ورځ بېرغ نيمکښو ؤ او په لوئزويلي کې علي ته د عقيدت د پيرزونو وړاندې کولو دپاره يوه دستوره هم شوې ده .

په کال ۱۹۴۲م کې د يو رنګ ساز په کور کې زېږېدلی کاسيئس کلې (محمدعلي) د شلمې صدۍ لويې لوبغاړی ګرځول کيږي .

ښاغلي په کال ۱۹۶۴م کې سوني لسټن ته په باکسنګ کې ماتې ورکړې او په وړومبي ځل د نړيوال هيوي وېټ باکسنګ اتل جوړ شوی ؤ .

محمدعلي په کال ۱۹۷۴م او ۱۹۷۸م کې هم نړيوال هيوي وېټ اتل پاتې شوی ؤ .

نوموړي په کال ۱۹۸۱م کې د باکسنګ نه ريټائرډ شوی او د تېرو درېو لسيزو راهسې د (پارکنسسز) ناروغۍ سره مخ ؤ .

هغه د ناروغۍ باوجود هم په دستورو کې ګډون کولو ، ولې د تېرو څو کالو راهسې هغه د عامو خلکو ترمنځ په خبرو کولو نه ؤ ليدل شوی .

ډاکټرانو ويلي ؤ د محمدعلي د پارکنسنز مرض ښکار کېدو علت د باکسنګ په سيالو کې د هغه د سوکونو ګوازارونه خوړول وو .

ښاغلی په اخري ځل په کال ۲۰۱۵م کې د نمونيا د مرض نه په روغتون کې داخل شوی ؤ .

ځانګړې ویډیوګانې

په زرګونو خلک هر کال په پسرلي کې د سوات د ښکلاګانو لیدو ته ورځي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:27 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG