لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نائجر کې د بوکوحرام په بريد کې د ۳۰ نه زيات عسکر وژل شوي


بوکوحرام د بريد زمه واري قبوله کړې او د ۳۵ عسکرو د وژنې دعوه يې کړې ده .
بوکوحرام د بريد زمه واري قبوله کړې او د ۳۵ عسکرو د وژنې دعوه يې کړې ده .

نايجر ويلي د جمعې په شپه ناوخته د بوکوحرام په لسګونو تُندلارو د نايجيريا او چاډ سره په پوله ۷۰ کلوميټره لرې د پوځ په يو کېمپ بريد کړی ۳۲ عسکر يې وژلي او ۷۰ پورې نور يې ژوبل کړي دي .

د نايجر د دفاع وزارت ويلي بريد کوؤنکو د بوسو سره نزدې کورونه او سټورونه سوځولي او د خالي په سحر د وسلې سره تښتېدلي دي .

بوکوحرام د بريد زمه واري قبوله کړې او د ۳۵ عسکرو د وژنې دعوه يې کړې ده . نايجيريا کې فعاليت لرونکو اسلامي تُندلارو تېر کال د تُندروه ډلې داعش د ملاتړ اعلان کړی ؤ .

د نايجر پوځ په ځواب کې فضايي او ځمکنۍ حملې کړي او د فرانس خبري ادارې د دفاع د چارواکو دخلې ويلي په بريدونو کې ۱۹ حمله کوؤنکي وژل شوي دي .

د چاډ بېسن په ډنډ (جهيل) باندې مشهور دغه سيمه کې بوکوحرام د کال ۲۰۰۹م نه پس په سلګونو بريدونه کړي چې ۲۰زره خلک پکې وژل شوي او درې ملينو نه زيات بې کوره شوي دي .

تُندلارې ډله په نايجيريا کې د اسلامي رياست جوړولو په لټه کې ده .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG