لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دهلمند قبضه شوې سيمې تر حکومتي واک لاندې راوستل شوي

 دافغانستان ددفاع دوزارت وياند جنرال دولت وزيري کابل کې خبريالانو سره دخبرو په مهال ويلي داوسنو نښتو په مهال طالبانو ته سخته مرګ ژوبله اوښتې او ګڼو اولسواليو کې ١٦٠ ياغيان وژل شوي او ٦٥ نور ژوبل شوي دي.

دڅو ورځو دسختې جګړې څخه وروستو افغان پوځ دهلمند ولايت په هاغو سيمو واک ترلاسه کړى چې له دې وړاندې دطالبانو تر قبضې لاندې وې.

دافغانستان ددفاع دوزارت وياند جنرال دولت وزيري کابل کې خبريالانو سره دخبرو په مهال ويلي داوسنو نښتو په مهال طالبانو ته سخته مرګ ژوبله اوښتې او ګڼو اولسواليو کې ١٦٠ ياغيان وژل شوي او ٦٥ نور ژوبل شوي دي.

هغه وويل افغان ځواکونه دمارجې اولسوالۍ څخه دطالبانو دقبضې په خلاصولو کې بريالي شوي، په دغه سيمه تيرکال جنګيالو قبضه کړې وه.

دهغه وينا وه افغان پوځونه دلشکرګاه او مارجې ترمينځ دسړک دلسو کلو ميټرو دبرخې پرانستو کې هم بريالي شوي کوم چې طالبانو تر څو مياشتو تړلى و.
طالب جنګيالو هلمند کې په ګڼو امنيتي پوستو بريد کړى و، دغلته دتيرې مياشتې په وروستيو کې په لسګونو پوليس عسکر وژل شوي وؤ.

د ګريشک، نادعلي، سنګين او مارجې په ګډون ګڼو اولسواليو کې دسختې جګړې څخه وروستو انديښنه پيدا شوې وه چې طالبان په لشکرګاه هم قبضه کولى شي.

تيرکال دغه ولايت کې پيل شوې نښته دومره سخته وه چې افغانستان کې ميشتوؤ دنيټو ځواکونو هم دافغان پوځونو دمرستې لپاره په سلګونو عسکر ليږلي وؤ.

جنرال وزيري دا هم ويلي افغان ځواکونو دقندهار او ترين کوټ ترمينځ مرکزي لويه لاره هم پرانستې،ترين کوټ دارزګان ولايت سرښار دى.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG