لاس رسیدونکی لینک

د حج درغلۍ کېس کې پخواني وزير ته د ۱۶ کالو بند سزا اورول شوې


کاظمې د مقدمې د فېصلې اورېدو نه پس د محکمې نه بهر خبريالانو ته په لنډو خبرو کې ويلي د فېصلې په ضد به اپيل کوي .

د پاکستان يو عدالت په کال ۲۰۱۰م کې د حج په انتظاماتو کې د درغلۍ کولو په سر د مذهبي چارو پخواني وزير حامدسعيد کاظمي ته د ۱۶ کالوبند سزا اورولې ده .

د ځانګړي مرکزي محکمې جج ملک نزير احمدنن د جمعې په ورځ اورول شوې فېصله کې د هغه وخت ډائريکټرجنرال حج راؤشکيل ته د ۴۰ کالو قېد او د مذهبي چارو د وزارت مرستيال سېکتر افتاب احمد ته د ۱۶ کالو بند سزا اورولې ده .

د مذهبي چارو وزير د فېصلې په وخت عدالت کې موجود ؤ او د هلته نه نيول شوی دی .

کاظمې د مقدمې د فېصلې اورېدو نه پس د محکمې نه بهر خبريالانو ته په لنډو خبرو کې ويلي د فېصلې په ضد به اپيل کوي .

دغه درې واړه کسان په کال ۲۰۱۰ م کې د پاکستاني حاجيانو دپاره سعودي عرب کې شوؤ انتظاماتو کې په درغلۍ کولو ککړ ګرځول شوي دي .

ولې د دوې وينا ده چې په دوې لګول شوي تورونه بې اثاثه دي .

پخوانی وزير حامدسعيد کاظمي د کال ۲۰۱۱م د مارچ په مياشت کې نيول شوی ؤ ولې وروستو په اګست ۲۰۱۲م کې په ضمانت خوشی شوی ؤ .

په کال ۲۰۱۰م کې د حج په انتظاماتو کې د درغلۍ کولو او پاکستاني حاجيانو نه د زياتو پېسو اخستو خبرونه مخې ته راغلي او سترې محکمې پرې نوټس اخستی ؤ .

کاظمي د پيپلزپارټۍ په حکومت کې د وزيراعظم يوسف رضا ګېلاني په کابينه کې وزير ؤ او د کابيني يو بل وزير اعظم سواتي هم په هغه د درغلۍ تورونه لګولي وو .

يوسف رضا ګېلاني دواړه وزيران د چوکو نه لرې کړي او د پلټنو امر يې کړی ؤ .

د پخواني وزير په وخت کې د حج انتظاماتو کې د درغلو د تورنو په پلټنو د سترې محکمې لخوا هم د تحفظاتو څرګندونه شوې وه . ولې د اوږدې اورېدنې نه پس نن عدالت د مقدې فېصله واوروله .

XS
SM
MD
LG