لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان دافغان طالبانو، حقاني ډلې په ضد عمليات نه دي کړي، امريکا


د راپور ترمخه د پاکستان پوځ په ملک کې دننه د حمله کوؤنکو ډلو او تحريک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) په ضد عمليات کړي دي ولې پاکستان د افغان طالبانو يا حقاني ډلې په ضد د پام وړ ګامونه نه دي پورته کړي .
د راپور ترمخه د پاکستان پوځ په ملک کې دننه د حمله کوؤنکو ډلو او تحريک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) په ضد عمليات کړي دي ولې پاکستان د افغان طالبانو يا حقاني ډلې په ضد د پام وړ ګامونه نه دي پورته کړي .

د امريکې د بهرنو چارو وزارت د ترهګرۍ په اړه خپل کلني راپور کې ويلي نړيواله ترهګري اوس هم غټ ګواښ دی په داسې کې چې داعش ډله په سيمه جنوبي ختيځه اسيا، د روس شمالي قفقاز او افريقه کې خوريږي .

راپور کې پاکستان باندې د لاقانونه ګرځول شوؤ ډلو حقاني نېټ ورک، لشکر طيبه او جېش محمد په ضد د کلکو ګامونو نه پورته کېدو تور لګول شوی او ايران ته د ترهګرۍ ټولو غټ سرپرست ملک وئيل شوي دي .

د راپور ترمخه جنوبي اسيا اوس هم د ترهګرۍ په ضد جګړه کې وړومبۍ ولاړه ده .

راپور کې وئيل شوي که څه هم په افغانستان او پاکستان کې د القاعده زور کم کړی شوی ولې دغه ډلې په سيمه کې لرې پرتې علاقې چې په تاريخې ډول ددې دپاره خوندي ځاې ؤ د نړۍ مشرتابه يې د هلته نه خپل فعاليت ته دوام ورکړی .

نړيوال، افغان او پاکستاني ځواکونو د القاعده په ضد مبارزه دوامداره ساتلې او د پاکستان په قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې د عملياتو سره د دې ډلې ازاده فعاليت نور کمزوری شوی دی .

افغانستان کې د طالبانو، حقاني ډلې او نورو وسله والو ترهګرو حملې دوامداره پاتې شوي او په کال ۲۰۱۵م کې پاکستان کې د ترهګرۍ سره اړونده تشدد کم شوی دی ولې بيا هم تُندلارو سکولونه او دغه ډول اهداف په نخښه کړي دي .

د راپور ترمخه د پاکستان پوځ په ملک کې دننه د حمله کوؤنکو ډلو او تحريک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) په ضد عمليات کړي دي ولې پاکستان د افغان طالبانو يا حقاني ډلې په ضد د پام وړ ګامونه نه دي پورته کړي او نه يې په افغانستان کې د امريکا ګټو ته د دوې ګواښ کم کړی دی که څه هم پاکستان د افغان سولې بهير ته د دغو دواړو ډلو راوستو د هڅو ملاتړ کړی دی .

د دې ترڅنګ پاکستان د لشکر طيبه او جېش محمد په ضد هم کوم پياوړي ګامونه نه دي اخستي کوم چې په پاکستان کې فعاليت لري، تنظيم لري، روزنې کوي او

د امريکې محکمه خارجه ويلي القاعده او بوکوحرام د بې ثباتۍ بريدونه دوامداره ساتلي، په شام او عراق کې داعش ډله تېر کال تر ټولو غټ ګواښ پاتې شوې ده .

د راپور ترمخه په دغو دواړو ملکونو کې د تېر کال په ورستيو شپږو د داعش جنګي توان کم شوی دی . او دغې ډلې په نورو ملکونو کې بريدونه کړي چې پکې فرانس او ترکي شامل دي .

داعش په ليبيا کې هم ځينې لاسته راوړنې کړي او افغانستان، پاکستان او نائيجيريا کې يې هم ځان ښکاره کړی دی .

د امريکې خارجه محکمې په خپل کلني راپور کې د امريکې لخوا ترهګرې ګرځول شوې ۶۰ ډلې يادې کړي دي ، او دا خبره پکې په ډاګه کړی شوې ده چې کومو ملکونو د ترهګرۍ په ضد نړيواله جګړه کې ښه رول نه دی لوبولی .پېسې راټولوي .

د امريکې د محکمه خارجه د راپور ترمخه بوکوحرام ډله د داعش سره اړونده او د (چاډ ليک بېسن) په سيمه کې يې په زرګونو خلک وژلي او په لاکونو کډوال کړي دي .

د القاعده مرکزي مشري کمزورې شوې ولې دا ډله بيا هم ګواښ دی او د دې نه متاثره ډلې په عرب ټاپو،مغرب او هند برصغير کې دي . الشباب په صوماليه کې ترهګر بريدونه کړي دي .

ايران د ترهګرۍ ترټولوغټ سپانسر پاتې شوی په غزه کې د فلسطيني ترهګرې ډلې حزب الله، عراق او منځني ختيځ کې يې د تنُدروه ډلو ملاتړ کړی دی .

دغه ډول سوډان د ترهګرو سرپرست پاتې شوی او امريکا اندېښنه لري چې هغه د فتح، فلسطين اسلامي جهاد، حماس او حزب الله ملاتړ دوامداره ساتلی دی .

په شام کې د اسد حکومت د سيمې دبې ثباتۍ دپاره د ترهګرو سياسي ملاتړ کړی، حزب الله ته يې وسله ورکړې او سياسي ملګرتيا يې کړې ده .

د امريکې محکمه خارجه وئيلي ۴۵ ملکونو د بهرنو جنګيالو په ضد د عملياتو دپاره قانون جوړ کړي يا يې ښه کړي دي .

۳۵ ملکونو بهرني جنګيالي نيولي دي .

۱۲ ملکونو تېرکال په کاميابۍ سره لږترلږه يو بهرنی جنګيالی د قانون منګولو ته راوستی دی .

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG