لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د اقتصادي پرمختګ ټاکلی هدف نه دی ترلاسه شوی، اسحاق ډار


د خزانې وزير وئيلي د صادراتو(برامداتو) هدف هم نزدې ۹.۶ فيصده کم شوی دی .
د خزانې وزير وئيلي د صادراتو(برامداتو) هدف هم نزدې ۹.۶ فيصده کم شوی دی .

د پاکستان د خزانې مرکزي وزير اسحاق ډار د کال ۱۶م ـ۲۰۱۵م کاليز اقتصادي جائزه رپورټ وړاندې کړی او وئيلي يي دي چې د اقتصادي پرمختګ ټاکل شوی هدف نه دی ترلاسه شوی او زياته کړې يې ده د دې علت د پومبې د فصل خراب پېدوار دی .

هغه وئيلي تېر مالي کال کې اقتصادي وده ۴.۷۱ فيصده وه .

" مونږ به خپل هدف ته نزدې وو که چرته د پومبې فصل خراب شوی نه وی ، د پومبې فصل نزدې ۲۸ فيصده کم شوی دی او له دې امله مونږ ته په جي ډي پي کې 0.5 فيصده تاوان اوختی که چرته دا نه وی شوی نو اقتصادي وده به ۵.۲۱ فيصده وه او په دې لړ کې مونږ ګامونه پورته کوؤ " .

نوموړي د صنعتي پرمختګ په اړه وئيلي " صنعتي پرمختګ ۶.۸ فيصده پاتې شوی د دې او تېر کال (۱۵م ۲۰۱۴م ) چې کوم نمبر دی هغه ۴.۸۱ فيصده دی " .

د خزانې وزير وئيلي د صادراتو(برامداتو) هدف هم نزدې ۹.۶ فيصده کم شوی دی .

ولې نوموړي د بهرنو پېسو د تبادلې د زېرمو په اړه وئيلي چې پکې ښه والی راغلی دی او دا وخت د بهرنو پېسو زېرمې ۲۱ اربه او ۶۰ کروړه ډالره دي چې پکې ۱۶اربه ۸۰ کروړه ډالره د مرکزي دولتې بېنک (سټېټ بېنک) سره دي او پاتې نور څلور اربه ۸۰ کروړه ډالره د شخصي بېنکونو سره دي .

د هر مالي کال د بودېجې وړاندې کولو نه مخکې کاليز اقتصادي جائزه رپورټ وړاندې کولی شي او په دې رپورټ کې د روان مالي کال د ټاکل شوؤ اهدافو په اړه احوال تېرولی شي چې څومره کاميابۍ پکې ترلاسه شوي دي .

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG