لاس رسیدونکی لینک

دتورخم په پوله امنيتي تدابيرو کې افغان مرستې ته اړتيا ده،پاکستان


دخارجه دفتر وياند نفيس ذکريا وويل افغان حکومت پاکستان کې دميشتوو افغان کډوالو وطن ته دستنيدو نيټه کې پراختيا ته ليواله دى چې په دې اوس مهال غور روان دى.

پاکستان ويلي د پاک افغان پولې تورخم په لاره يې سخت امنيتي تدابير نيولي دي.

دزيارت په ورځ اسلام اباد کې ميډيا ته دحال احوال تيرولو په مهال دامريکا غږ ديوې پوښتنې په ځواب کې دبهرنو چارو دوزارت وياند نفيس ذکريا وويل دتورخم په پوله دسختو امنيتي تدابير نيولو مقصد دغلته دتندلارو دتګ راتګ مخنيوى دى او دغه ګام ددواړو هيوادونو په ګټه دى.

هغه وويل” دپولې دڅارنې موثره نظام دترهه ګرۍ دمخنيوي دهڅو برخه ده کوم چې ددواړو هيوادونو په ګټه دى، دې لپاره دافغان حکومت مرسته ضروري ده“

له دې وړاندې داپريل مياشت کې هم پاکستاني چارواکو دسفري دستاويزاتو دسختې څارنې لړۍ پيل کړې وه او افغانستان څخه په غيرقانوني توګه پاکستان ته په پټو لارو دراوړيدونکو خلکو دمخنيوي لپاره دتورخم په پوله دازغن تار لګولو کار هم پيل کړى و خو افغانستان په دې سختې نيوکې کړې وې چې له دې وروستو پوله تر څلورو ورځو تړل شوې وه.

وروستو پاکستان کې دافغانستان سفير حضرت عمر زاخيلوال ددغه هيواد دپوځ دسرلښکر سره په دغه اړه ليدنه کړې وه چې ددې نه پس جنرال راحيل دپولې دپرانستو امر کړى و.

دهغه وينا وه امنيتي تدابيرو کې دنرمۍ په اړه تر دې مهاله افغان حکومت کوم وړانديز يا خواست نه دى کړى.

دشورو په ورځ پاکستان دتورخم په پوله پرته له کومو مستندو سفري دستاويزاتو څخه افغان وګړو ته پاکستان ته دداخليدو داجازې دنه ورکولو په پريکړه عمل پيل کړى و.

ديوې اندازې ترمخه دغه لاره دروزانه په اساس دلسو زرو څخه نيولې تر شلو زرو خلک کاروي چې اکثريت يې دسفري دستاويزاتو څخه پرته دسفر کوونکو وي.

پاکستان دريځ لري اکثره جنګيالي دعامو وګړو په شکل کې دپولې پورې راپورې تګ راتګ لپاره دغه لاره کاروي.

دخارجه دفتر وياند نفيس ذکريا وويل افغان حکومت پاکستان کې دميشتوو افغان کډوالو وطن ته دستنيدو نيټه کې پراختيا ته ليواله دى چې په دې اوس مهال غور روان دى.

دملګرو ملتونو دکډوالو دادارې ترمخه خواوشا پينځلس لکه افغان کډوال دباقاعده اندراج لاندې پاکستان کې ميشته دي او حکومتي چارواکي وايي خواوشا پينځلس لکه نور افغان کډوال پرته له اندراج څخه دپاکستان بيلا بيلو سيمو کې ميشته دي.

تيرکال دپنځوسو زرو څخه زيات افغان کډوال په رضاکارانه توګه افغانستان ته ستانه شوي وو او دکال ٢٠٠٢ څخه ٢٠١٥م پورې په رضا کارانه توګه دستنو شووافغان کډوالو شميره خواوشا ٣٩ لکه ښودلى شي.

XS
SM
MD
LG