لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

غزني کې طالبانو په عدالتي ودانۍ بريد کړى،شپږ مړه


طالبانو ددغه بريد پړه په غاړه اخستې
طالبانو ددغه بريد پړه په غاړه اخستې

دافغانستان ختيځ ولايت غزني کې طالبانو په يوه عدالتي ودانۍ بريد کړى او ديو پوليس عسکر په ګډون يې شپږ کسان وژلي دي.

طالبانو ددغه بريد پړه په غاړه اخستې

دافغانستان دکورنو چارو دوزارت څخه جاري شوي بيان کې دشورو په ورځ مرکزي ښار غزني کې درامينځته شوي بريد پخلى شوى او ويل شوي دي چې دغه بريد کې څلور ترهه ګر ککړ وؤ.

دغزني دوالي وياند جاويد سالنګي ترمخه يو ځانمرګي ځان دعدالت په داخلي لاره کې الوځولى او له دې وروستو دريوو ترهه ګرو په عدالتي ودانۍ بريد وکړو.

دداخله وزارت ترمخه امنيتي ځواکونو ځوابي عملياتو کې دريواړه بريدکوونکي وژلي دي.

دچارواکو ترمخه عدالت سره نزدې دچاوديدونکو موادو څخه ډک يو ګاډى هم موجود و خو دغه مواد پوليسو خنثي کړي دي.

تيره اوونۍ دخپلو شپږو ملګرو دتيزندي کولو څخه وروستو طالبانو افغانستان کې عدالتونو سره دتړلو خلکو په نخښه کول پيل کړي دي.

تيره اوونۍ دافغانستان پلازمينه کابل کې طالبانو دعدالتي ملازمانو په وړونکي يو بس ځانمرګي بريد ترسره کړى و چې له امله يې ١١ کسان وژل شوي وؤ.

په عين حال کې دافغانستان بلخ ولايت کې دسړک دغاړې ديوې بمي چاودنې له امله داولسوالۍ دپوليسو مشر بسم الله خان وژل شوى دى.

دچارواکو وينا ده دشولګرا اولسوالۍ دپوليسو مشر بسم الله خان مرکزي ښار مزار شريف کې يوه غونډه کې ګډون لپاره روان و چې دهغه ګاډى دسړک دغاړې ښخ کړل شوي بم سره ټکر شو، پيښه کې درې پوليس عسکر ژوبل شوي هم دي.

ددغه پيښې مسؤليت هم طالبانو په غاړه اخستى.

تيره مياشت پاکستان کې دافغان طالبانو دمشر ملا اختر منصور دوژل کيدو او طالبانو دنوي مشر ملا هيبت الله دټاکل کيدو وروستو ټول افغانستان کې دتشدد پيښو کې اضافه راغلې ده.

دطالبانو نوي مشر ملا هيبت الله افغان حکومت سره دخبرو اترو څخه انکار کړى او په ډاګه کړې يې ده چې جګړه به دوامداره وي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG