لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ترهه ګر به قبايلي سيمو ته ستنيدو ته نه پريږدو،جنرال راحيل


دپارلمان دګډې غونډې په مهال  ميډيا سره غيررسمي خبرو کې جنرال راحيل  وويل  ”ما دوړاندې څخه ويلي وو چې سږکال به دترهه ګرۍ دخاتمې کال وي  ضرب عضب عملياتو په برياليتوب سره مخ په وړاندې روان دي او هم دې کال کې مو دضرب عضب عملياتو پاې ته درسولو پخه اراده کړې ده“
دپارلمان دګډې غونډې په مهال  ميډيا سره غيررسمي خبرو کې جنرال راحيل  وويل  ”ما دوړاندې څخه ويلي وو چې سږکال به دترهه ګرۍ دخاتمې کال وي  ضرب عضب عملياتو په برياليتوب سره مخ په وړاندې روان دي او هم دې کال کې مو دضرب عضب عملياتو پاې ته درسولو پخه اراده کړې ده“

دپاکستان دپوځ سرلښکر جنرال راحيل شريف ويلي دي دقبايلي سيمو اولس ته يې باور ورکړى چې ترهه ګر به بيا دهغوي سيمو ته نه ستنيږي.

شمالي وزيرستان ايجنسۍ کې دجون کال ٢٠١٤م راهسې دضرب عضب په نوم عمليات روان دي چې پکې پوځ تر دې مهاله د٣٤٠٠ؤ څخه دزياتو جنګيالو دوژلو دعوه خو سيمې پورې ميډيا رسد نۀ لري چې دې امله يې په ازادانه توګه پخلى نۀ شي کيدى.

پوځ او حکومت دعوه لري لرله چې ددغو عملياتو څخه وروستو يې دترهه ګرو ملا ماته کړې او هيواد کې دترهه ګرۍ پيښو کې ډاګيز کمى راغلى خو په ځانګړې توګه خيبرپښتونخوا او بلوچستان ايالتونو کې په دمې دمې سره د دترسره کيدونکو ځانمرګي بريدونو او بمي چاودنو په تناظر کې په دغو دعوو پوښتنې راولاړې شوي.

دپارلمان دګډې غونډې په مهال ميډيا سره غيررسمي خبرو کې جنرال راحيل وويل ما دوړاندې څخه ويلي وو چې سږکال به دترهه ګرۍ دخاتمې کال وي ضرب عضب عملياتو په برياليتوب سره مخ په وړاندې روان دي او هم دې کال کې مو دضرب عضب عملياتو پاې ته درسولو پخه اراده کړې ده

هغه وويل ترهه ګر به بيرته هاغو سيمو ته ستنيدو ته پرې نښودل شي کومې چې دهغوي څخه پاکې کړل شوي دي.

دپوځ سرلښکر قبايلي سيمو ته ٥٦ فيصده کډوال ستانه شوي او شمالي او جنوبي وزيرستان کې دپرمختګ عمل په تُندۍ سره روان دى.

دهغه وينا وه دترهه ګرۍ په ضد جګړه کې چې کومې لاسته راوړنې شوي هغه به برقراره ساتل کيږي او زياته يې کړه دغه جګړه کې ناکامي دهغوي لاره نه ده.

هغه وويل دترهه ګرۍ په ضد جګړه کې برياليتوب لپاره دوسيلو ورکړه اوليت پکار دى او زياته يې کړه امريکا څخه دجنګي الوتکوايف-١٦ په اړه دفضايي پوځ مشر هڅې کوي.

بلوچستان کې دافغان طالبانو په مشر ملا اختر منصور دامريکا دبې پيلوټه الوتکې يا ډرون څخه دترسره شوي بريد په اړه جنرال راحيل وويل ډرون بريدونه دهيواد دخپلواکۍ په ضد دي او بايد اودرول شي.

پاکستان که هر څو ډرون بريدونه دخپلې خپلواکۍ په ضد ګڼي خو امريکايي چارواکي بيا دغه بريدونه دترهه ګرۍ په ضد روانه جګړه کې يوه موثره وسله ګرځوي او وايي دغه رقم بريدونو کې دپاکستاني طالبانو دپخواني مشر حکيم الله محسود افغان طالبانو دپخواني مشر ملا اختر منصور په څير لويې ترهه ګر وژل شوي دي.

دپاکستان وزيراعظم نوازشريف او دپوځ سرلښکر جنرال شريف په ګڼو موقعو دخپل ګاونډي جګړه ځپلي هيواد افغانستان دښمنان خپل دښمنان ګرځولي او دعوه يې لرله چې دترهه ګريزو ډلو ترمينځ هيڅ رقم توپير نه کوي خو بلوچستان کې دافغان طالبانو دمشر وژل کيدو سره دهغوي په دغه دعوه نيوکې روانې دي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG