لاس رسیدونکی لینک

پاکستان د ملامنصور مړی د هغه خپلوانو ته ورکړی دی


ملامنصور د مئي د مياشتې په ۲۱م نېټه د پاکستان بلوچستان صوبې په لرې پرته سيمه کې امريکايي ډرون بريد کی وژل شوی ؤ .

پاکستان ويلي لس ورځې وړاندې په امريکايي بائيلټه ډرون بريد کې د وژل شوي افغان طالبانو مشر ملامنصور مړی يې د هغه خپلوانو ته د ښخولو دپاره ورکړی دی .

ملامنصور د مئي د مياشتې په ۲۱م نېټه د پاکستان بلوچستان صوبې په لرې پرته سيمه کې امريکايي ډرون بريد کی وژل شوی ؤ .

د پاکستان د کورنو چارو مرکزي وزير چوهدري نثارعلي خان د نهې په ورځ اسلام اباد کې خبريالانو ته ويلي په ډي اېن ای (د پېژندګلو) ټيسټ کې د پخلی کېدو نه وروستو يې دغسې کړي دي .

چوهدري نثار ويلي د منصور مړی يې د قانوني کارروايۍ پوره کولو وروستو د هغه خپلوانو ته ورکړی او هغوي بيرته افغانستان ته وړلی دی .

د اتوار په ور ځ پاکستاني چارواکو ويلي وو د ملامنصور په مړي پسې د افغانستان نه راغلي د هغه خپلوان نه د ډي اېن ای دپاره اخستل شوی نمونی کی پخلی شوی دی .

​د طالبانو مشر د ايران نه بيرته راروان ؤ او د پاکستان بلوچستان صوبه کې د سفر په وخت د ډرون ښکار شوی ؤ . د ډرون په بريد کې د هغه پاکستانی ډرائيور هم وژل شوی ؤ .

د کورنو چارو مرکزي وزير ويلي هغه ټول پاکستاني چارواکي يې نيولی په چا باندې چې ملامنصور ته د پاکستان شناختي کارډ اونورو سفري اسنادو د برابرولو تور دی .

د امريکې صدر باراک اوباما د ډرون په دفاع کې ويلي ؤ ملامنصور په افغانستان کې امريکايي او د هغوې ملګرو باندې د حملو پلان لرلو او په افغانستان کې د سولې د خبرو مخالف ؤ .

افغان طالبانو د ملامنصور ځاې ناستی ملاهبت الله اخندزاده ټاکلی دی .

XS
SM
MD
LG