لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مومندايجنسي: بمي چاؤدنه کې يو عسکر مړ، درې ژوبل شوي


مومند ايجنسۍ کې وخت په وخت د هدفي وژنو او سړک غاړي ښخ بمي چاؤدونو پېښې رامنځته کيږي
مومند ايجنسۍ کې وخت په وخت د هدفي وژنو او سړک غاړي ښخ بمي چاؤدونو پېښې رامنځته کيږي

د افغانستان پولې ته نزدې پرته د پاکستان قبائيلي سيمه مومند ايجنسۍ کې د سړک غاړې ښخ دوه بمي چاؤدنو کې يو عسکر وژل شوی او درې ژوبل شوي دي .

د چارواکو په وينا د مومندو ايجنسۍ تحصيل بائيزو علاقه کې په يوه بله پېښه کې په موټر سائيکل سواره دوه عسکر د ځمکني بم ښکارشوي دي . او چارواکو وئيلي دغه چاؤدنه کې يو عسکر وژل شوی او بل سخت ژوبل دی . د دې چاؤدنې زمه واري تراوسه چا نه ده منلې .

د مومند ايجنسۍ د پوليټيکل انتظاميي وئيلي له دې وړاندې د تحصيل پنډيالۍ کړپه لاټي چيک پوسټ سره چاؤدنه نزدې شوې او په هغې کې دوه عسکر ژوبل شوي وو .

د چارواکو په وينا د پوځي سازمان فرنټئير ورکس ارګنائزېشن (ډبليو ايف او) عسکر د معمول په ګشت روان وو چې د سړک غاړې ښخ بمي چاؤدنې ښکار شو .

د دې پېښې زمه واري د تحريک طالبان پاکستان جماعت الاحرار ډلې منلې او وئيلي يې دي دا يي د حکومت پر ضد د "رعد" نومې عملياتو برخه ده .

قبائيلي سيمه مومند ايجنسي چې له دې وړاندې د وسله والو مرکز پاتې شوی ولې اوس پکې وخت په وخت د هدفي وژنو او سړک غاړي ښخ بمي چاؤدونو پېښې رامنځته کيږي او په دې کې زياتره ځايي مشران او د امنيتي ادارو غړي په نخښه کيږي .

ځانګړې ویډیوګانې

په زرګونو خلک هر کال په پسرلي کې د سوات د ښکلاګانو لیدو ته ورځي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:27 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG