لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شام کې امريکايي ځواکونو د داعش د ۱۰۰ نه زيات جنګيالي وژلي


د ترکي رسنيو ويلي د امريکا په مشرۍ اتحاد په شام کې ترسره شوؤ بريدونو کې اووه ودانۍ تباه شوي کوم چې د داعش مرکزي دفترونه وو .
د ترکي رسنيو ويلي د امريکا په مشرۍ اتحاد په شام کې ترسره شوؤ بريدونو کې اووه ودانۍ تباه شوي کوم چې د داعش مرکزي دفترونه وو .

د ترکي دولتي خبري ادارې ويلي امريکايي او ترکي ځواکونو په ګډو عملياتو کې د شام په شمال کې د داعش ۱۰۴ وسله وال وژلي دي .

اندولو خبري ادارې ويلي دغه عمليات د جمعې په شپه ترسره شوي دي . له دې وړاندې د داعش د ولقې لاندې علاقې نه د ترکي سرحدي صوبه کېلس کې راکټې داغل شوې او پينځه کسان پکې ژوبل شوي وو .

د ترکي رسنيو ويلي د امريکا په مشرۍ اتحاد په شام کې ترسره شوؤ بريدونو کې اووه ودانۍ تباه شوي کوم چې د داعش مرکزي دفترونه وو .

د شام د ډډې نه د پولې پورې غاړې ته شوؤ حملو کې په روان کال کې تراوسه پورې کېلس صوبه کې ۲۱ کسان وژل شوي دي . ترکي په عمومي توګه د حملو په ځوا ب کې توپ خانې کاروي .

د روانې مياشتې په وړومبو کې دغه ډول عملياتو کې د داعش ۵۵ جنګيالي وژل شوي وو .

د شام په پاتې نورو سيمو کې د جمعې په ورځ د داعش وسله والو په حلب صوبه کې بريدونه کړي او د خالي د ورځې پورې يې ټولې لارې تړلې وې . داعش شپږ کلي نيولي او يو لاک ۱۶زره کسان خلک يې په کورونو کې ايسار کړي دي .

د شام چارواکي هڅه کوي چې د داعش د ځانمرګو سره جنګي عمليات ودروي . داعش په هغو ځايونو کې دغه ډول عمليات پېلوي چې کومه سيمه يې د لاسه ووځي .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG