لاس رسیدونکی لینک

فلوجه:فضايي عملياتو کې دداعش کمانډر وژل شوى


وياند کرنل اسټو وارن دبغداد څخه ټيلي کانفرنس کې ويلي ايتلاف دوه ورځې دمخه فلوجه کې دداعش کمانډر ماهرالبلاوي په نخښه کړى.

دبين المللي ايتلاف وياند ويلي دي فلوجه کې ترسره شو فضايي عملياتو کې دتندروه ډلې داعش يو کمانډر وژل شوى دى.

وياند کرنل اسټو وارن دبغداد څخه ټيلي کانفرنس کې ويلي ايتلاف دوه ورځې دمخه فلوجه کې دداعش کمانډر ماهرالبلاوي په نخښه کړى.

هغه ويلي ايتلاف ته دتندلارو هيډکوارټرز او ښار کې دبلاوي دموجوديت خبر ترلاسه شوى ؤ.

دوارن په قول” دا په سيمه ييزه توګه ترلاسه شوى خفيه خبر و، مونږ په سمدستي توګه په دې دکار کولو په ترڅ کې موثره عمليات وکړل“

وارن ويلي دتيرو څلورو ورځو په مهال ايتلاف فلوجه کې شل فضايي عمليات کړي چې پکې ددښمن د٧٠ؤ څخه زيات جنګيالي وژل شوي دي.

هغه ويلي دښار دازادولو په غرض دعرقيانو مرستې لپاره دالتقدم په هوايي اډه ميشته ايتلافي ځواکونه، چې خواوشا د٢٥و کلو ميټرو په فاصله دي،مدد کوي.

په زرګونو پوځيان چې پکې عراقي پوځ، پوليس او دسني قبايلو وسله وال کسان او دترهه ګرۍ دمخنيوي دعراقي ادارې( سي ټي ايس) غړي شامل دي دداعش دخواوشا زرو جنګيالو سره جنګيږي،، هغوي په قلعه بند ښار کې ځانونه بند کړي او ګيرچاپيره يې خندقونه او بارودي سرنګونه خوارۀ دي.

دشيعه مليشې ډلې هم جګړه کې برخه اخلي خو وايي دښار څخه به لرې اوسيږي.

XS
SM
MD
LG