لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جوړجاړى طالبانو لپاره يواځينۍ لار ده،امريکا


مارک ټونر وويل طالبان سردوباره مذاکراتو کې دشامليدو موقع لري او هغوي هيله لري چې طالبان به همدغسې پريکړه وکړي.
مارک ټونر وويل طالبان سردوباره مذاکراتو کې دشامليدو موقع لري او هغوي هيله لري چې طالبان به همدغسې پريکړه وکړي.

امريکا ويلي دي دافغان طالبانو مشر ملا اختر منصور ناڅاپي خطره ګڼل شوې او په نخښه کړل شوى او په هغه ترسره شوى بريد طالبانو لپاره ډاګيزه اشاره ده چې امن او جوړجاړى دهغوي لپاره يواځينۍ لار ده.

دامريکا دخارجه محکمې وياند مارک ټونر واشنګټن کې ميډيا ته دحال احوال تيرولو په مهال ديوې پوښتنې په ځواب کې وويل ملا اختر منصور دهغه دپخوانو هلو ځلو ،افغان ځواکونو او افغانستان کې دامريکايي پوځيانو په ضد دبريدونو په اړه دهغه داينده ارادو په نظر کې نيولو سره په نخښه کړل شوى دى.

ملا منصور تيره اوونۍ دافغانستان دپولې ترڅنګ دپاکستان په بلوچستان ايالت کې دامريکايي بې پيلوټه جاسوسي الوتکې يو بريد کې وژل شوى او تيره ورځ افغان طالبانو دهغه دوژنې پخلى او ملا هيبت الله اخندزاده خپل نوى مشر ټاکلى.

مارک ټونر وويل طالبان سردوباره مذاکراتو کې دشامليدو موقع لري او هغوي هيله لري چې طالبان به همدغسې پريکړه وکړي.

دهغه وينا وه امريکا دافغانانو په مشرۍ دامن او جوړجاړي دعمل ملاتړ کوي او دې لړ کې به دطالبانو دنوي مشرتابه له لوري دکيدونکې هرې هڅې هرکلى کولى شي.

دملا هيبت الله په مشرۍ طالبانو تيره ورځ افغان حکومت سره دڅه رقم خبرو اترو څخه انکار کړى و او ويلي يې وو جګړه به دوامداره وي.

امريکا ويلي دي ملا منصور يې له دې امله وژلى چې هغه دافغان امن عمل مخالفت کړى و خو دمذاکراتي عمل بحالۍ کې شامل بل هيواد پاکستان بيا دريځ لري چې دډرون بريد کې دملا منصور وژل کيدو سره دافغان امن عمل ته زيان رسيدلى.

دخارجه محکمې وياند ديوې پوښتنې په ځواب کې وويل پاکستان بايد دطالبانو په ګډون دټولو هاغو ترهه ګريزو ډلو معاملې ته پام وګرځوي کوم چې ددغه هيواد خاوره کاروي.

امريکا له دې وړاندې هم پاکستان او په ځانګړې توګه ددغه هيواد قبايلي سيمو کې په سلګونو ډرون بريدونه ترسره کړي او دليک شوو اسنادو څخه په ډاګه کيږي چې په عامه توګه داحتجاج کولو باوجود دغه رقم بريدونو کې پشي شا داسلام اباد مرضي شامله وي.

ځانګړې ویډیوګانې

ماهرین په کور د ساتل شوو څاروو د ښه صحت دپاره شنه ګیاه اهمه بلي
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG