لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دملا هيبت الله په مشرۍافغان طالبانو دسولې خبرې رد کړي


دطالب کمانډرانو لخوا په پښتو ژبه جاري شوي يو اډيو پيغام کې هيبت الله ويلي طالبان به خپل سرونه نه ټيټوي او دسولې خبرو سره به اتفاق نه کوي.
دطالب کمانډرانو لخوا په پښتو ژبه جاري شوي يو اډيو پيغام کې هيبت الله ويلي طالبان به خپل سرونه نه ټيټوي او دسولې خبرو سره به اتفاق نه کوي.

افغان طالبانو دخپل نوي مشر ملا هيبت الله اخندزاده په مشرۍ افغان حکومت سره دسولې خبرې رد کړي او ويلي يې دي جګړه به دوامداره وي.

دطالب کمانډرانو لخوا په پښتو ژبه جاري شوي يو اډيو پيغام کې هيبت الله ويلي طالبان به خپل سرونه نه ټيټوي او دسولې خبرو سره به اتفاق نه کوي.

دافغان طالبانو نوي مشر دا هم ويليخلک فکر کوي چې ګنې مونږ به دملا منصور له وژنې وروستو خپلې وسلې وغورځوؤ،خو مونږ به جګړه تر اخرې دوامداره ساتو

دافغان طالبانو يو وياند تيره ورځ دامريکايي بې پيلوټه جاسوسي الوتکې(ډرون) بريد کې دملا اختر منصور دوژل کيدو پخلى کړى و او ويلي يې وو ملا هيبت الله اخندزاده دطالبانو نوى مشر ټاکل شوى.

امريکايي او افغان حکومتونه وايي ملا منصور دافغان سولې دخبرو په لاره کې خنډ و،هغه دسږکال په پيل کې افغان حکومت سره دسولې دخبرو څخه انکار کړى ؤ او افغانستان کې يې جګړه نوره هم تُنده کړې وه.

د طالبانو نوي مشر په شرعي او فقهي علومو کې زيات ماهر ګڼل کيږي. مطبوعاتي رپورټونه وايي د طالبانو د واک په وخت ملا عمر به د مولوي هيبت الله اخونزاده نه شرعي مشورې اخيستلې. نوموړى په کندهار او بيا په کابل کې د طالبانو د خپل سره شرعي عدالت قاضي هم پاتې شوي دي.

په اسلام اباد کې د څيړنې يوې ادارې ماهر سليم محسود وايي "په ملا هيبت الله او ملا عمر کې توپير نه وينم. دواړه مدرسو کې پاتې شوي البته ملا هيبت الله قضايي چارو کې پوهه لري."

د طالبانو په واکمنۍ کې د افغانستان شرعي عدالتونو د زنا په تور کې ښځې په ډزو ويشتي او ځېني ځايونو کې يي ښځې سنګسار کړې هم وې. دغه عدالتونو باندې د اسلامي فقهې نورو پوهانو او د بشري حقونو ډلو تل سختې نيوکې کولې.

د امريکې معتبره ورځپاڼه نيويارک ټايمز وايي ملا هيبت الله د طالبانو په يوه غونډه کې د پاکستان په کويټه ښار کې د امير په توګه مقرر کړي شوي دي. د مۍ په ٢١ مه نيټه د طالبانو تير مشر ملامنصور د کويټې نه جنوب پله شا او خوا ١٧٠ کلوميټره لرې په ډرون حمله کې وژل شوي و.

په ميډيا کې د طالبانو د نوي مشر ورکړل شوي عکس کې ملا هيبت الله اوږده ږيره لري، تندي يي لږ ګونجي دي، په رنګ د کندهاريانو په شان د غنم رنګه نه لږ سپين، د مخ څيره يي اوږده ده او په سر يي پټکي ښکاري دا معلومه نه ده چې دا عکس کله اخيستل شوي دي.

د طالبانو د ناراضه ډلې يو مشر ملا عبدالمنان نيازي نيويارک ټايمز ته ويلي د طالبانو نوي مشر نه مني. نوموړي ويلي د نوي مشر ټاکلو لپاره لږ تر لږه د ٣٠٠ ديني مشرانو حاضري پکار وه خو وايي ملا هيبت الله اخونزاده هم لکه د ملامنصور په شان په بيړه کې مقرر شوي دي او وايي زيات اختيار د سراج الدين حقاني سره وي.

ملا هيبت الله اخنزاده هم لکه د طالبانو د تيرو مشرانو، ملا عمر او ملا منصور، په شان د کندهار اوسيدونکي دي. دا ښايي په طالبانو کې اوس هم قدرت د کندهاري مشرانو په لاسو کې دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG