لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنرال راحيل وايي دډرون بريد سره پاک امريکا اړيکې اغيزمنې کيدى شي


جنرال راحيل شريف سره دپاکستان پينډۍ ښار کې دامريکا سفير ډيوډ هيل ليدنه کړې او په دغه مهال بلوچستان کې دامريکايي ډرون بريد په معامله خبرې اترې شوي دي.
جنرال راحيل شريف سره دپاکستان پينډۍ ښار کې دامريکا سفير ډيوډ هيل ليدنه کړې او په دغه مهال بلوچستان کې دامريکايي ډرون بريد په معامله خبرې اترې شوي دي.

دپاکستان دپوځ سرلښکر جنرال راحيل شريف ددغه هيواد په بلوچستان ايالت کې دافغان طالبانو په مشر په ترسره شوي ډرون بريد دانديښنې څرګندونه کړې او ويلي يې دي دغه بريد سره ددواړو هيوادونو اړيکې اغيزمنې کيدى شي.

جنرال راحيل شريف سره دپاکستان پينډۍ ښار کې دامريکا سفير ډيوډ هيل ليدنه کړې او په دغه مهال بلوچستان کې دامريکايي ډرون بريد په معامله خبرې اترې شوي دي.

طالبانو، افغان او امريکايي چارواکو دډرون بريد کې دملا اختر منصور دوژل کيدو پخلى کړى خو ددې باوجود هم پاکستان وايي له ثبوتونو پرته دملا اختر منصور دوژل کيدو پخلى نه شي کولى.

دپاکستان وزيراعظم نوازشريف او دپوځ سرلښکر جنرال راحيل شريف په ګڼو موقعو دافغانستان دښمن دپاکستان دښمن ګرځولى خو دپاکستان په بلوچستان صوبه کې دملا اختر منصور دوژل کيدو څخه وروستو دپاکستان په دغه دعوه پوښتنې راولاړې شوي دي.

دافغان طالبانو دمشر ملا اختر منصور دپه نخښه کولو لپاره بلوچستان کې ترسره شوى دبې پيلوټه جاسوسي الوتکې يا ډرون دغه لمړى بريد و په کوم چې پاکستان امريکا ته احتجاج هم کړى او وزيراعظم نوازشريف هم دغه بريد دهيواد دخپلواکۍ خلاف ورزي ګرځولې وه.

له دې وړاندې امريکا پاکستان او په ځانګړې توګه ددغه هيواد قبايلي سيمو کې په سلګونو ډرون بريدونه ترسره کړي او دليک شوو اسنادو څخه په ډاګه کيږي چې په عامه توګه داحتجاج کولو باوجود دغه رقم بريدونو کې پشي شا داسلام اباد مرضي شامله وي.

امريکايي چارواکي وايي هغوي دپاکستان خپلواکۍ ته درناوى لري خو ددې ترڅنګ يې دا هم په ډاګه کړې چې دتندروه ډلو په نخښه کول به دوامداره ساتي.

دپاکستان دپوځ دمطبوعاتي څانګې( ايي ايس پي ار )څخه دجاري شوي بيان ترمخه دپاکستان دپوځ سرلښکر ويلي دي (بلوچستان کې) دډرون بريد دهيواد دخپلواکۍ څخه سرغړونه ،دپاک امريکا اړيکو او سيمې ثبات ترڅنګ دسولې دخبرو لپاره هم زيانمنه وه.

هغه وويل دترهه ګرۍ په ضد دپاکستان هڅې، برياليتوبونه او قربانۍ بې مثاله دي.

امريکايي او افغان چارواکي په پاکستان ټينګار کوي چې افغانستان کې په امريکايي او افغان ځواکونو بريدونو کې دککړې تندروه ډلې حقاني شبکې په ضد دې پوځي عمليات وکړي خو پاکستان دعوه کوي دټولو ډلو په ضد پرته له کوم امتياز څخه ګامونه اخلي او دريځ لري دطاقت په کارول کيدو سره افغان ستونزه نه هواريږي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG