لاس رسیدونکی لینک

طالبانو دملا منصور وژنه تائید کړه، هیبت الله یې نوي مشر وټاکلو


دملا محمد عمر ځوې مولوي يعقوب او سراج الدين حقاني دطالبانو دډلې مرستيال مشران ټاکل شوي دي.

افغان طالبانو دامريکايي بې پيلوټه الوتکې يا ډرون بريد کې دخپل مشر ملا محمد اختر منصور دوژل کيدو پخلى کړى او دهغه مرستيال مولوي هيبت الله اخونزاده يې د خپلې ډلې نوى مشر ټاکلى دى.

دافغان طالبانو دپخواني مشر ملا محمد عمر ځوې مولوي يعقوب اودحقاني شبکې دمشر جلال الدين حقاني ځوې سراج الدين حقاني دهيبت الله اخندزاده مرستيالان ټاکل شوي دي.

دافغان طالبانو له لوري جاري شوي يو بيان کې ويل شوي دي ملا اختر منصور دافغانستان دقندهار ولايت ريګستان او دپاکستان دبلوچستان دنوشکي په سرحدي سيمه کې وژل شوى.

دډرون بريد کې وژل شوي دطالبانو مشر ملا اختر منصور تير کال وروستو له هغې دطالبانو مشري په غاړه اخستې وه چې دطالبانو دپخواني مشر ملا عمر دمړينې انکشاف وشو.

دامريکا ولسمشر براک اوباما تيره ورځ امريکايي ډرون بريد کې دافغان طالبانو دمشر ملا اختر منصور دوژل کيدو پخلى کړى و.

تيره ورځ دافغانستان څارګرې ادارې(اېن ډي ايس) هم يو بيان کې ويلي وؤ "د طالبانو مشر اخترمحمد منصور تېره ورځ د مازديګر په ۳:۴۵ دقيقو د پاکستان په بلوچستان آيالت کې د دالبندين په نوم سيمه کې په يو هوايي بريد کې له منځه تلی دی " .​

خو دپاکستان دکورنو چارو وزير چوهدري نثار علي خان تيره ورځ يو مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال ويلي وو هغوي دثبوتونو څخه پرته دملا اختر منصور دوژل کيدو پخلى نه شي کولى.

ملا منصور د وسله والو طالبانو او افغان حکومت تر منځ د سولې په خبرو کې مهم خنډ و، هغه د طالبانو مشرانو ته اجازه نه ورکوله چې د افغانستان د حکومت له استازو سره وګوري .

هغه د طالبانو د تحريک د بنياد اېښودونکو په ډله کې شامل ؤ . هغه د طالبانو د واکمنۍ په وخت کې د هوايي ملکي چلند د وزارت سرپرست ؤ او څه موده د کندهار والي هم ؤ .

XS
SM
MD
LG