لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

چوهدري نثار وايي دملا منصور دوژل کيدو پخلى نه شو کولى


 اسلام اباد کې ميډيا سره دخبرو په مهال چوهدري نثار وويل دپاکستان حکومت دسائنسي او قانوني ثبوتونو څخه پرته بلوچستان کې ترسره شوي دډرون بريد کې دافغان طالبانو دمشر ملا اختر منصور دوژل کيدو پخلى نه شي کولى.
اسلام اباد کې ميډيا سره دخبرو په مهال چوهدري نثار وويل دپاکستان حکومت دسائنسي او قانوني ثبوتونو څخه پرته بلوچستان کې ترسره شوي دډرون بريد کې دافغان طالبانو دمشر ملا اختر منصور دوژل کيدو پخلى نه شي کولى.

دپاکستان دکورنو چارو وزير چوهدري نثار علي خان ويلي دي په باضابطه توګه دا پخلى نه شي کولى چې امريکايي ډرون بريد کې دافغان طالبانو مشر ملا اختر منصور وژل شوى که نه.

چوهدري نثار دغه څرګندونې په داسې حال کې کړي چې له دې وړاندې افغان استخباراتي شبکې او دامريکا ولسمشر براک اوباما دډرون بريد کې دملا اختر منصور دوژل کيدو پخلى کړى دى.

دميډيا راپورونه وايي دافغان طالبانو مشر ملا اختر منصور دپاکستان په بلوچستان صوبه کې دسرښار کويټې څخه ٢٠٠ کلو ميټره لرې دنوشکي ضلعې په کوچکي نومې سيمه کې يو امريکايي ډرون بريد کې وژل شوى.

اسلام اباد کې ميډيا سره دخبرو په مهال چوهدري نثار وويل دپاکستان حکومت دسائنسي او قانوني ثبوتونو څخه پرته بلوچستان کې ترسره شوي دډرون بريد کې دافغان طالبانو دمشر ملا اختر منصور دوژل کيدو پخلى نه شي کولى.

هغه وويل ملا منصور پاکستانى نه و او دډي اين اى معاينې په غيرموجودګۍ کې داسې کومه ذريعه هم نه وه چې په باضابطه توګه ترې ددې پخلى وکړى شي او تردې مهاله صورتحال هم دغه دى.

خو دهغه په قول اوس يوه ذريعه په لاس ورغلې او هغه دا ده چې دوژل شوي تن دکورنۍ يو غړي دمړي دسپارلو خواست کړى چې په دې دپاکستان حکومت هغه ته دډي اين اى دمعاينې کولو وينا کړې او څنګه چې دې لړ کې دمعاينې نتيجه مخې ته راشي نو اعلان به يې وکړى شي.

افغان چارواکي تور لګوي چې افغان طالبانو ته دپاکستاني پوځ او استخباراتي شبکې ايي ايس ايي ملاتړ ترلاسه دى خو چوهدري نثار دغه تورونه رد کړل او پوښتنه يې وکړه چې که چرې دافغان طالبانو مشر ته دپاکستاني استخباراتي ادارو ملاتړ ترلاسه وى نو ايا هغه به په يو ګاډي يواځې ديو ډرايور سره سفر کولو.

هغه وويل دامريکا ددې منطق سره چې چرته خطره وي بريدونه به کوي، اتفاق نه شي کيدى ځکه چې دهغه په قول که چرې ددې سره اتفاق وکړل شي نو پاکستان هم په نورو هيوادونو کې دښمنان لري خو پاکستان دنورو هيوادونو خپلواکۍ ته درناوى لري.

دګل په ماښام پاکستان دامريکا سفير ډيوډ هيل غوښتى و او ورته يې ويلي وو امريکايي ډرون بريد دپاکستان دخپلواکۍ څخه سرغړونه او دعلاقايي سالميت په اړه دملګرو ملتونو دچارټر خلاف ورزي ده.

دميډيا راپورونه وايي امريکايي سفير ته دا هم ويل شوي وو چې دغسې ګامونه دڅلور ملکي ډلې لخوا دافغان حکومت او افغان طالبانو ترمينځ دروغې جوړې هڅو ته هم زيان رسولى شي.

واشنګټن وايي وزيراعظم نوازشريف ددغه بريد په اړه خبر کړل شوى خو اسلام اباد ددغه بريد غندنه کړې وه، دا يې دخپلې خپلواکۍ سرغړونه ګرځولې او وايي افغانستان کې دامن راوستو يواځينۍ لار مذاکرات دي.

امريکا پاکستان او په ځانګړې توګه ددغه هيواد قبايلي سيمو کې په سلګونو ډرون بريدونه ترسره کړي او دليک شوو اسنادو څخه په ډاګه کيږي چې په عامه توګه داحتجاج کولو باوجود دغه رقم بريدونو کې پشي شا داسلام اباد مرضي شامله وي.

هغه وويل ددې خبرې پخلى هم نه شي کولى چې دپيښې دځايې څخه ترلاسه شوى پاسپورټ هم هاغه تن کارولو کوم چې دډرون بريد کې وژل شوى.

دهغه وينا وه دوزيراعظم نوازشريف پاکستان ته دراستنيدو څخه وروستو به باقاعده غبرګون ښودلى شي او دې لړ کې دقومي سلامتۍ دکونسل غونډه هم رابلل کيږي.

له دې وړاندې امريکايي چارواکو په ډاګه کړې چې دپاکستان خپلواکۍ ته درناوى لري خو هاغه ترهه ګر به په نخښه کوي چې دامريکايي پوځ لپاره ګواښ وي.

دکورنو چارو وزير وويل ويل کيږي چې ملا منصور دسولې خبرو کې ترټولو لويې خنډ ؤ، خو دهغه په قول دمذاکراتو په اړه دملا منصور کردار مهم و او که چرې ملا منصور مذاکراتو کې خنډ وى نو دمري مذاکرات به څنګه کيدل.

چوهدري نثار وويل افغان طالبان په عسکري طاقت سره ختميدى نه شي.

دهغه وينا وه دملا منصور په وژلو سره پاکستان لپاره مشکل پيدا کړل شوى او زياته يې کړه دمشر په وژلو سره طالبانو ته دخبرو اترو وينا کول سم ګام نه دى بلکې ددې سره دهغه په قول طالبانو سره دسولې دخبرو دوهم پړاؤ تالا ترغه کړى شو.

هغه وويل دډي اين اى څخه پرته دملا منصور دوژل کيدو پخلى نه شي کيدى ،چوهدري نثار وويل پيښه کې دوژل شوي يو تن پيژندګلو روانه ده.

دپاکستان دکورنو چارو وزيريوځل بيا دامريکايي بې پيلوټه الوتکو بريدونه دهيواد دخپلواکۍ څخه سرغړونه وګرځوله او ددې غندنه يې وکړه.

چوهدري نثار وويل چې ولي محمد نومې تن ته په لمړي ځل دپاکستان قومي پيژندپاڼه په کال ٢٠٠١ کې جاري کړل شوې وه او په ٢٠٠٢م کال کې کمپيوټر ته خيژول شوې وه.

دهغه په قول دپاکستان دپخواني پوځي ولسمشر جنرال(ر) پرويز مشرف دواکمنۍ په دور کې کال ٢٠٠٥م کې ولي محمد ته پاسپورټ جاري کړل شوى ؤ.

هغه وويل ٢٠١٥م کې ددغه تن پاسپورټ نوى کړل شوى و خو تيرکال استخباراتي سرچينو ويلي وو دهغه تعلق ديوې افغان کورنۍ سره دى چې له دې وروستو يې قومي پيژندپاڼه منسوخ کړل شوې وه.

دکورنو چارو وزير ومنله چې دقومي پيژندپاڼې جوړولو اداره(نادرا) کې بډې رشوتونه اخستل کيږي خو دهغه په قول دمعاملو سمولو لپاره ګامونه اخستل کيږي او دې لړ کې دنادرا ٦١٤ ملازمان لرې کړل شوي دي.

چوهدري نثار دعوه وکړه چې امريکايي ډرون الوتکه دپاکستان خاورې ته نه ده وراوښتې بلکې دغه بريد دکوم بل هيواد څخه شوى.

ديوې پوښتنې په ځواب کې هغه وويل دډرون بريد څخه دمخه هغوي ته معلومات نه وو ورکړل شوي بلکې دپيښې څخه اووه ساعته وروستو خبر کړل شوي وؤ.

دډرون بريد کې په شکمنه توګه دملا اختر منصور پاسپورټ او پيژندپاڼې ته دزيان نه رسيدو په اړه ديوې پوښتنې په ځواب کې چوهدري نثار وويل دپيښې دخبر ترلاسه کيدو څخه وروستو هغه هم دغه پوښتنه پوښتنه کړې وه خو دې لړ کې پلټنې روانې دي.

دامريکا ددفاع محکمې دخالي او اتوار په مينځ شپه اعلان کړىو چې دپاکستان او افغانستان په پوله يوه لرې پرته سيمه کې يې دفضايي بريد په مهال دافغان طالبانو مشر ملا اختر منصور وژلى.

دپينټاګان وياند پيټر کُک ويلي وو دامريکا ددفاع محکمې په پاک افغان پوله دهدف سره سم فضايي عملياتو کې ملا اختر منصور په نخښه کړى.

خو دپاکستان دکورنو چارو دوزارت وياند نفيس ذکريا يو بيان کې ويلي وو دغه پيښه کې دوه کسان وژل شوي چې دهغوي څخه ديو تن پيژندګلو دمحمد اعظم او دوهم پيژندګلو دولي محمد په نوم سره شوې ده.

دخبري ادارې ايسوسي ايټډ پريس ديو راپور ترمخه دافغان طالبانو يو لوړپوړي کمانډر ملا عبدالروف هم دملا اختر منصور دوژل کيدو پخلى کړى دى.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG