لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان: د سمندري ځواک پينځه افسرانو ته د مرګ سزا اورول شوې


په کراچۍ کې سمندري پوځي اډه ډاکيارډ باندې د کال ۲۰۱۴م د ستمبر د مياشتې په شپږمه نېټه بريد شوی ؤ،
په کراچۍ کې سمندري پوځي اډه ډاکيارډ باندې د کال ۲۰۱۴م د ستمبر د مياشتې په شپږمه نېټه بريد شوی ؤ،

د پاکستان سمندري ځواک پينځه افسرانو ته په کراچۍ کې د سمندري ځواک په اډه (ډاکيارډ) بريد او ترهګرې ډلې داعش سره په تړاؤ د مرګ سزا اورول شوې ده .

په کراچۍ کې سمندري پوځي اډه ډاکيارډ باندې د کال ۲۰۱۴م د ستمبر د مياشتې په شپږمه نېټه بريد شوی ؤ، پاکستان د ستمبر شپږمه د دفاع د ورځې په توګه نمانځي .

چارواکو ويلي ؤ په دغه بريد کې دوه حمله کوؤنکي وژل شوي او څلور نيول شوي وو . په بريد کې د سمندري ځواک د يو سرتيري د وژل کېدو او اووه نورو ژوبلېدو هم ويل شوي وو .

د پاکستان د انګرېزۍ ژبې وتلې ورځپاڼې نن د نهې په ورځ خپور کړي راپور کې د ريټائرډ پوځي افسر (مېجر) سعيداحمدخان له خلې ليکلي چې د هغه زوی (سب لفټننټ) حماداحمد او د نيوي څلورو نوروا فسرانو ته په ډاکيارډ د بريد په کېس کې د مرګ سزا اورول شوې ده .

هغه ويلي پينځه واړو افسرانو ته د تُندروه ډلې داعش سره د اړيکو لرلو، بغاوت، سازش کولو او پوځي اډې ته د وسلو وړلو په جرم کې د مرګ سزا اورل شوې ده .

د راپورونو ترمخه حمله کوؤنکي د سمندري ځواک جنګي جهاز پي اېن اېس ذوالفقار (هايي جېک) تښتؤلو او د امريکې سمندري جهاز يې پرې په هدف کولو ولې حمله ناکامه کړی شوې وه .

سعيداحمد ويلي د سمندري ځواک چارواکو د هغه زوې ته د منصفانه محاکمې حق نه دی ورکړی .

نوموړي ويلي " د سمندري ځواک جج اېډوکېټ جنرال ته يې په اګست ۲۱۰۵م کې خط ليکلی چې زوي ته يې په کېس کې ددفاع موقع ورکړي او په ۲۱م ستمبر به ورته په ځواب کې ويل شوي چې د کېس په وخت به ورته موقع ورکول کيږي " .

د رپورټ ترمخه پخواني پوځي افسر ويلي د کېس په طمع ؤ ولې په ورستيو کې ورته خبر وشو چې زوی يې د کراچۍ جېل (زندان) ته منتقل کړی شوی دی .

هغه ويلي د کراچۍ جېل ته په تلو هغه د زوې او هغه سره څلورو نورو ملګرو عرفان الله، محمدحماد، ارسلان نذيز او هاشم نصير سره وليدل .

نوموړي تور لګولی چې زوې يې ورته ويلي په هغه او څلورو نورو ملګرو يې د سمندري ځواک په عدالت کې په پټه مقدمه چلېدلې ده او د اپرېل د مياشتې په ۱۴م ورته سزا اورول شوې ده . هغه ويلي د مقدمې دستاويزات ورته هم نه دي ورکړی شوي .

ريټائرډ پوځي افسر ويلي د مقدمې د پرېکړې په ضد به اپيل کوي . او دعوه يې کړې چې په زوي او نورو ملګرو يې پړه وراچول شوې ځکه چې د هغه په وينا دا وړومبی ځل نه دی چې دغه ډول پېښه رامنځته شوې ده .

د کال ۲۰۱۵م د جولائۍ په مياشت کې د نيوي چارواکو د اسلام ابا هائيکورټ ته ويلي ؤ چې بې درکه سب لفټنن حافظ احسان الله ساجد د ډاکيارډ بريد په کېس کې نيول شوی دی . صفيه اسماعيل چې د بې درکه افسر مېرمن ده اسلام اباد هائيکورټ ته يې اپيل کړی ؤ چې خاوند بغېر د جرم نه سمندري ځواک د شپږم ستمبر په ماښام د کور نه نيولی ؤ .

ورځپاڼې ليکلي د نيوي چارواکو سره د راپور په اړه د تماس هڅه شوې ولې د نيوي د مطبوعاتي څانګې افسر ورته نه دی مېلاؤ شوی .

په کراچۍ کې له دې وړاندې په نړيوال هوايي ډګر بريد شوی او د هغې نه وړاندې په کال ۲۰۱۱م کې د سمندري پوځ په مرکز مهران بېس باندې ترهګر بريد شوی چې پکې لږ ترلږه شپږ عسکر وژل شوي او ۲۰ نور ژوبل شوي او په بېس کې ولاړې درې الوتکې تباه شوې وې .

پاکستاني طالبانو د دغه بريدزمه واري قبوله کړې ولې وروستو داسې خبرونه مخې ته راغلي چې په بريد کې د درې افسرانو کورټ مارشل شوی ؤ .

په ډاکيارډ د شوي بريد نه پس د دفاع مرکزي وزير خواجه اصف ويلي ؤ د حمله کوؤنکو سره د دننې نه لاس ؤ .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG